د لاس رسي وړ اتصالات

د زابل د ارغنداب ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد او نقیض راپورونه


د زابل سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ پر ودانۍ یې د طالبانو برید پر شا تمبولی دی.

د والي ویاند ګل اسلام سیال نن شنبه د «لړم پر۱۸مه» امریکا غږ ته وويل، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ، چې د سهار تر ناوخته جګړه روانه وه.

هغه زیاته کړه، چې په پېښه کې پوليسو د دولت وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر يې تر اوسه لا ندی څرګند.

د زابل د والي په وینا په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت هوايي ځواکونو هم پر طالبانو بریدونه کړي دي.

ده زیاته کړه:"تېره شپه په لوړ شمېر کې وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ پر مزکز برید وکړ< چې زموږ د سرتیرو له لوري له قوي مقاومت سره مخ شوی، خو په پېښه کې د ملي امنیت یو منصبدار وژل شوی او د پوليسو په ګډون وسله وال برید کونکې طالبان هم مرګ ژوبله لري، سیمې ته د قاطع ماموریت هوايي ځواک او د ملي پوځ سرتیري رسیدلي او د نن سهار تر ناوخته پوري يې پر وسله والو بریدونه کړي."

خو د زابل یوه امنیتي مقام د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وويل، چې د ولسوالۍ مرکز سقوط کړی او پاتې پولیسو په لیرې فاصله کې د ملي پوځ د کنډک مرکز ته ځانونه رسولي دي.

سرچینې زیاته کړه، چې په پېښه کې د ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر او امنیه قوماندان دواړه وژل شوي دي.

ارغنداب د کلات په شمال ۸۰ کیلو مترۍ کې موقعیت لري، چې د زابل له نا امنه ولسوالیو څخه بلل کیږي.

تېر کال د زابل د راغنداب ولسوالۍ مرکز له سایګز سیمې څخه د ده افغانو سیمي ته را انتقال شوی وو چې تېره شپه وسله والو پر نوي مرکز هغه ډله ییز برید کړی.

وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ پر مرکز د برید مسئولیت په غاړه اخیستی او ګڼو افغان سرتیرو ته يې د مرګ ژوبلي د اړولو ادعا کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG