د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې د چرسو اړولو کمپاین پيل شوی- بزګران بدیل کښتونه غواړي 


بلخ کې د چرسو اړولو کمپاین پيل شوی- بزګران بدیل کښتونه غواړي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00

د بلخ  له مخدره توکو سره د مبارزې مدیریت وايي چې پدې وروستیو کې یې د یوه کمپاین له لارې ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۲۵ جریبه د چرسو کښتونه له منځه وړي دي. 

د بلخ له مخدره توکو سره د مبارزې مدیریت وايي چې پدې وروستیو کې یې د یوه کمپاین له لارې ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۲۵ جریبه د چرسو کښتونه له منځه وړي دي.

د بلخ له مخدره موادو سره د مبارزې مدیریت عملیاتي مسؤل خان میر طیب وايي چې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله لخوا د مخدره توکو په کرکېلې له بندیز وروسته دغه مدیریت د بلخ ولایت په بلخ، چمتال، او چهار بولک ولسوالیو کې په ۱۲۵ جریبه ځمکې کې کرل شوي چرس له منځه وړي دي.

خان میر طیب امریکا غږ ته وویل: "نن مونږ کمپاین ته راوتي یو، چې فعلا د چهاربولک ولسوالۍ د تېمرک په کلي کې زموږ کمپاین دوام لري او پنځه جریب ځمکه چرس هم مونږ له منځه وړي دي. تقریباً ۱۲۰ جریبه ځمکه مونږ په مختلفو ولسوالیو د بلخ کې دا کښت له منځه وړی چې په نامه د چرس دی. او دا هم د یوه فرمان له مخې د امیرالمؤنین صیب [د طالبانو مشر ملا هبت الله] فرمان دی چې ددی کښت بند دی، زراعت کول یې بند دي، د هغه په هدایت مونږ راوتلي یو. کمپاین مو پسې راوستی دی، چې دا له منځه ویسو".

د هغه په وینا چې د بلخ د مخدره توکو سره د مبارزې مدیریت ددغه ولایت د ټولو ولسوالیو د کلیو مشرانو او خلکو ته خبر ورکړی چې له دې وروسته دې د مخدره توکو کر کېله نه کوي او د مخدره توکو پر ځای دې نور حلال کښتونه کري.

هغه وویل: "مونږ هرې ولسوالۍ ته مدیر ټاکلی دی هلته هغوی خپلو قریه دارانو سره مرکې کړي دي. او خلک یې خبر کړي دي چې ددې بوټو کښت بند دی. که کوکنار دي که چرس دي؛ خپل ولسونه یې خبر کړي دي چې ددې په مقابل کې نور کښتونه وکري."

د چهاربولک ولسوالۍ د تېمرک اولیا د کلي مشر شاه محمد وايي چې د مخدره توکو د کښتونو له منځه وړلو ته خوښ دي خو وايي چې دولت دې د مخدره توکو د کښتونو له منځه وړلو وروسته د کروندګرو سره د بدیل کښتونو مرسته وکړي.

هغه وویل: "دا یو بد بوټی دی. مونږ تې خوشاله یو چې تخریب یې کړي. مقصد ددې نه بعد دا دهقانان او زارعین وايي چې مونږ لږې ځمکې لرو او ددې نه حاصل اخلو. اوس چې دا تخریب شو؛ دولت دې ددې په بدل کې مونږ ته یو بل شی راکړي چې ویې کرو. یا یو شی دې رامعرفي کړي."

شاه محمد وايي چې د ثور په میاشت کې د چمتال د ولسوالۍ له خوا د کلیو مشرانو ته ویل شوي وو چې د خپلو سیمو خلکو او کروندګرو ته دې خبر ورکړي چې له دې وروسته مخدره توکي و نه کري خو زیاتوي چې سربېره پر دې بیا هم ځینو کروندګرو مخدره توکي کرلي دي.

XS
SM
MD
LG