د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د رسنیو ځپل؛ طالبانو ننګرهار کې درې نورې رسنۍ هم وتړلې


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې طالبانو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د "همیشه بهار" راډیو او ټلویزیون شبکه، "نن" او "ځوانان" په نامه راډیویي خپرونې تړلې دي.

دغه مرکز نن یکشنبه د اګست په شپږمه (زمري ۱۵مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د "همیشه بهار" راډیو او ټلویزیون پنځه ورځې وړاندې د اسد په ۱۰مه د طالبانو له خوا هغه مهال وتړل شو چې په کې د خبریالانو یو روزنیز ورکشاپ جوړ شوی و، چې ښځو هم په کې ګډون کړی و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په اعلامیه کې راغلي: "[ د طالبانو ] د سیمه ییزې ادارې امنیتي ځواکونو دا ښوونیز ورکشاپ د هغه څه له امله ویجاړ کړ چې د اسلامي امارت له خوا د ښځو د لوړو زده کړو او مختلطو زده کړو د منع کیدو له حکم څخه سرغړونه بلل شوې او بیا یوه ورځ وروسته یې د همیشه بهار رسنۍ دروازه هم وتړله."

د اعلامیې له مخې، د رسنيو د سرغړونې کميسيون د والي د دفتر، استخباراتو، امنيه قوماندانۍ، اطلاعاتو او فرهنګ او امر به معروف و نهی المنکر د استازو په شتون کې ددې رسنۍ د تړلو پریکړه وکړه او پدې خاطر یې د هغې دروازه وتړله.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، ددې رسنۍ په تړلو سره دوه سيمه ييزې راډيوګانې هم ځکه له خپرونو پاته شوې چې د "نن" راډيو دفتر او د "ځوانان" راډيو لېږدوونکي وسیله د همیشه بهار راډیو تلویزیوني شبکې په ودانۍ کې دي او سيمه ييز چارواکي دغو دوو رسنیو ته هم د خپرونو اجازه نه ورکوي.

د دغه مرکز د معلوماتو پر بنسټ، "نن" راډیو په ۲۰۰۷ کال کې تاسیس شوه او د "همشه بهار" شبکې د ځوانانو د راډیو خپرونو ته چې مرکز یې په کابل کې دی د یو تقویتي ټرانسمیټر له لارې د شپږو کالو راهیسې په ننګرهار ولایت کې زمینه برابره کړې وه.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د افغانستان د خبريالانو مرکز د ژورې خواشينۍ په څرګندولو سره دغه اقدام د هېواد د ډله ييزو رسنيو له قانون سره په ټکر کې بولي او هغه پر ازادو رسنيو د سختو فشارونو او محدوديتونو لګولو په معنا ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامه رسنیو د قانون د څلورمې مادې له مخې- چې طالبانو تر یوه حده منلې دی - "هیڅ حقیقي یا حکمي شخص نه شي کولی د خبري یا معلوماتي رسنیو آزاد فعالیت منع، تحریم، سانسور یا محدود کړي" او یا په بل ډول، د عامه او معلوماتي رسنیو د خپرونو او چارو کې "مداخله" وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د حکومت له خوا د رسنیو د قانون پر تطبیق ټینګار کړی او په ننګرهار کې د طالبانو له سیمه ییزو چارواکو څخه یې غوښتي چې په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته طالبانو د کورنیو رسنیو پر خپرونو د بندیزونو لګولو سربېره د بهرنیو رسنیو لکه امریکا غږ، بي بي سي او دویچه ویله خپرونې بندې کړې چې د افغانستان د کورنیو رسنیو له لارې خپرېدې.

طالبانو دغه راز امریکا غږ اشنا راډیو، او ازادي راډیو او وروسته د امریکا غږ ویب پاڼې هم بندې کړې دي. د امریکا غږ راډیو خپلو خپرونو ته دوام ورکوي او اورېدونکي او لیدونکي یې کولای شي چې د فلټر ماتوونکي په کارولو سره په افغانستان کې دننه هم د امریکا غږ ویب پاڼو ته لاسرسی ومومي.

دا په داسې حال کې دي، چې د افغانستان د خبريالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، په ١٤٠١ کال کې په افغانستان کې د رسنيو او خبريالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې ٢٣٧ قضيې ثبت شوې، چې په کې د خبريالانو د نيولو ٩٤ قضيې هم شاملې دي.

خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د بیان او مطبوعاتو ازادۍ ته ژمن دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له امریکا غږ سره د خبرو پر مهال ویلي، چې د امریکا غږ او بي بي سي په ټلویزیونونو کې د ښځو خپرونې او حضور د افغانانو له عقیدې سره سم نه دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG