د لاس رسي وړ اتصالات

حقاني: هره پنجشنبه طالبانو او کورنیو ته یې پاسپورت ویشل کیږي، مراجعین دې نه راځي


د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د پاسپورت عمومي رياست وايي ټاکل شوې سبا يکشنبه په کابل کې د پاسپورتونو وېشلو بهير بيرته له سره پيل شي٠

خو ددې ادارې رئیس علم ګل حقاني د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۷) وویل چې د پنجشنبې ورځې طالبانو او د هغوی کورنیو ته ځانګړې شوي او د پاسپورت له تقاضا کوونکو څخه یې غوښتي چې پدې ورځ دې دې ریاست ته له ورتګ ډډه وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د چارو مسولین خپلو کسانو او د هغوی کورنیو ته دا ډول امتیاز ورکوي.

د پاسپورت رٸيس عالم ګل حقاني نن شنبه ډسمبر ١٨ (لېندۍ ٢٧) په کابل کې خبريالانو ته وويل چې په کابل کې د پاسپورتو بيرته پيلولو ته ټول چمتووالى نيول شوى دى٠

دغه رياست يوه مياشت مخکې د مراجعينو د ګڼې ګوڼې او د بايوميټريک وسايلو د تخنيکي ستونزو له امله بند شو٠

ښاغلي حقاني وويل چې اوس مهال د دغه رياست ټولې تخنيکي ستونزې هواري شوي او په خبره يې دوى اوس کولاى شي په ورځ کې زرګونو کسانو ته پاسپورتونه ورکړي٠

د نوموړي په وينا اوس مهال په ټولو ولايتونو کې د پاسپورتونو وېشلو بهير پيل شوى او په خبره مراجعين بايد پخپلو ولايتونو کې پاسپورت واخلي٠

د معلوماتو په اساس دغه رياست اوس مهال په ولايتي دفترونو کې د ورځې شااوخوا ٣٠٠٠ پاسپورتونه و شي٠

د پاسپورت رياست له مراجعينو څخه وغوښتل چې هر څوک دي د خپل نوبت لمخې دغه رياست ته مراجعه وکړي او کارونه دې مخته يوسي٠

هغه ټينګار وکړ چې اوس مهال د پاسپورت لپاره د نوم ليکني انلاين فورم تغير کړى دى او په خبره يې مراجعين بايد له نوي فورم څخه استفاده وکړي٠

د پاسپورت رٸېس زياته کړه چې د پاسپورت اخيستلو د هرې پجشنبې ورځ د طالبانو او د هغوى د کورنۍ د غړو لپاره ځانګړې شوې ده او له نورو خلکو څخه يې وغوښتل چې په پنجشنبې ورځو کې دغه رياست ته له ورتګ څخه ډډه وکړي٠

د ښاغلي عالم ګل په وينا په پاسپورت رياست کې د فساد مخنيوي لپاره د کمېشن کارانو د ريښې کښلو په هدف جدي هڅې پيل شوي دي چې په خبره يې يو شمر کسان يې نيولي چې د دغه رياست په داخل او بهر کې له خلکو پيسې اخيستلې٠

XS
SM
MD
LG