د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د پيسو ازادولو په اړه د کانګرس د غړو د غږ پورته کولو هرکلى وکړ


‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د کنګل شوو پيسو د خلاصولو په اړه د امريکا د کانګرس د ځينو غړو د غږ پورته کولو هر کلى وکړ٠

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي نن جمعه ډسمبر ۱۷ (لیندۍ ۲۶) پرخپل ټويټر پاڼه ليکلي چې دوى په نړيواله کچه د ورته غږونو پورته کولو غوښتونکي دي٠

نوموړي زياته کړې ده: "موږ په امريکا کې د يو شمير کانګرس غړو او نورو جهتونو له خوا افغانستان سره د مثبت تعامل په هکله غږ پورته کولو ستاینه کوو او د نړۍ په سطحه د داسي غږونو لا پراخولو غوښتونکي يو ترڅو افغانانو ته د هغوئ ټول مشروع حقوق ورکړل شي او چا ته اجازه ورنکړل شي چې نور افغان ولس وځوروي."

‏نوموړي زياته کړې چې د افغانستان د شتمنيو کنګل کېدل او په بانکي سیسټم کي ستونزي د بشري ناورین لامل ګرځي٠

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کانګرس غړو د افغانستان د کنګل شویو پیسو د آزادیدو غوښتنه کړې ده٠

د متحده ایالتونو د کانګرس یو شمیر غړو د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د افغانستان خلک چې په تیرو شلو کلونو کې د امریکا تر څنګ مبارزه کړې، د قحطۍ او اقتصادي سقوط له خطر سره مخ دي.

د امریکا د کانګرس نهو غړو د یوه لیک په خپرولو سره د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو او مالیې وزیرانو ته ویلي چې د بشري کړکیچ مخنیوی قاطع اقدام ته ضرورت لري.

د افغانستان د اوسني وضعیت څخه د وتلو په هدف د امریکا د کانګرس دغو غړو د جمهور رئیس جوبایډن حکومت ته وړاندیز کړی چې د افغانانو کنګل شوې شتمني آزاده کړي‌ څو د ملګرو ملتونو د دفاترو له لارې د ښونکو تنخاوي ورکړل شي او په ښوونځیو کې زده کوونکو ته خواړه برابر شي خو په دې شرط چې نجونې هم ښوونځي ته د تګ اجازه ترلاسه کړي.

د کانګرس دغو غړو وویل نغواړي چې د طالبانو له حکومت سره مرسته وشي خو ټینګار یې وکړ داسې لارې چارې شته چې امریکا له هغو څخه په استفاده کولی شي‌ د افغانستان له ناوړه سقوط څخه چې په نړیوالو مرستو متکي دی، په داسې شکل مخنیوی وکړي چې طالبانو ته مشروعیت ورنکړل شي.

دغو امریکایي قانون جوړونکو وړاندیز کړی چې مرستې باید طالبانو ته نه بلکې په مستقیم ډول د افغانستان خلکو ته مهیا شي او دا اقدام کولی شي په افغانستان کې د اقتصادي سقوط مخه ونیسي.

په دې لیک کې د ملګرو ملتونو د راپور په حواله راغلي چې د افغانستان ۱۸.۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته ضرورت لري او د هغه هیواد ډیره برخه د خوراکي موادو له کړکیچ سره مخ دي چې دوه میلیونه پکې ماشومان دي.

طالبانو تر دې مخکې هم له متحده ايالاتو څخه د کنګل شوو پيسو د ازادولو غوښتنه کړې وه٠

پر افغانستان د طالبانو تر حاکميت وروسته په کابل کې د دوى حکوـمت تر دا مهاله د امريکا په شمول د هيڅ هيواد لخوا په رسميت نه دى پيژندل شوى٠

امريکا پر افغانستان د طالبانو تر حاکميت وروسته د دغه هيواد نهه مليارد دالر کنګل کړل٠

د سپينې ماڼۍ وياندې رونه اونۍ وويل چې د اوس لپاره داسې پلان نسته چې دافغانستان کنګل شوي پسې طالبانو ته وسپارل شي٠

XS
SM
MD
LG