د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو پر ۱۴ کسانو د شرعي حدودو د جاري کیدو پخلی وکړ


د طالبانو یو سیمه ایزو چارواکي د چهار شنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ دویمه) ویلي دي چې د یوې محکمې له حکم وورسته یې په دریو میرمنو او ۱۱ نارینه وو شرعي حدود جاري کړي‌ او په درو وهل شوي دي.

نوموړي څرګنده کړې ده چې دغه کسان د افغانستان په لوګر ولایت کې د غلاوو او "اخلاقي جرمونو" له امله د محکمې له خوا مجرم پيژندل شوی وو.

دا په روانه میاشت کې په بشپړ ډول د شرعي احکامو د عملي کیدو په اړه قاضیانو ته د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندازه د امر وروسته، ظاهرا دویم ځل دی چې پر یو شمیر کسانو شرعي حدود جاري کیږي.

تر دې مخکې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې په تخار ولایت کې یې پر یو شمیر کسانو شرعي حدود جاري کړي

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاضي رفیع الله صمیم د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې دغه کسان په عام محضر کې په درو ندي وهل شوي.

نوموړي زیاته کړې:" ۱۴ کسانو ته تعزیري مجازات ورکړل شول چې ۱۱ نارینه او درې میرمنې وې. د درو حد اکثر شمیر ۳۹ وو."

طالبان په داسې حال کې پر یو شمیر کسانو د حدودو د جاري کیدو خبر ورکوي چې د اروپا د پارلمان مشرې روبرتا متسولا، د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۱ (لړم ۳۰) په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي وغندل او خبرداری یې ورکړ چې ډېر ژر به په عام محضر کې درانه مجازات له سره پيل شي.

اغلې متسولا د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د اروپايي پارلمان په عمومي ناسته کې وویل چې له کندهار ولایت څخه رسېدلي راپورونه ښيي چې نړۍ به ډېر ژر په افغانستان کې د درنو مجازاتو، اعدام او سنګسار شاهده وي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده روانه میاشت قاضیانو ته امر وکړ چې په بشپړ ډول شرعي حدود چې په عام محضر کې قصاص، سنګسار، د غلو د لاس پرې کول او په درو وهل هم پکې شامل دي، عملي کړي.

د طالبانو مشر قضیانو ته څرګنده لارښونه وکړه چې د غلو، برمته کوونکو او "شر اچونکو" دوسیې په دقت سره وڅیړي.

هغه زیاته کړې:" هغه قضیې چې پکې د شرعي حدودو او قصاص ټول شرایط پوره شوي وي، تاسې یې پلي کیدو ته موظف یاست."

له دې مخکې که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیو ګانې خپرې شوي دي او ویل شوي‌ چې طالب جنګالي پر یو شمیر کسانو شرعي حدود جاري کوي خو دا لومړی ځل دی چې طالب چارواکي د محکمې د حکم پر اساس د دا ډول حدودو د جاري کیدو پخلی کوي.

طالبانو د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پرمهال په منظم شکل په عام محضر کې شرعي حدود جاري کول.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته له رسیدو وروسته، په هرات ولایت کې د انسان تښتونې په تور د یو شمیر کسانو مړي د هغه ښار په څلور لارو وځړول.

په هرات کې سیمه ییزو رسنیو د طالبانو د والي‌ له خولې راپور ورکړ چې دغو څلورو کسانو «یو سوداګر او د هغه زوی تښتولي» وو.

ویل شوي وو چې دغه کسان لومړی له طالبانو سره « په نښته کې» وژل شوي او بیا یې مړي په ښار کې ځوړند کړل شوي دي.

پر دې سربېره طالبانو د کابل په ګډون په ځینو نورو ښارونو کې هم « د غلا په تور» د نیول شویو کسانو مخونه تور کړي‌ او په بازارونو کې یې ګرځولي دي.

د بشري حقونو ځینې فعالان انتقاد کوي چې دا «صحرايي محکمې دي» او د بشري حقونو له قوانینو څخه « سرغړونه» بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG