د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د افغانستان د ګنګل شویو شتمنیو په اړه پرېکړه نا عادلانه ده


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې «افغانستان بانک» یو ځل بیا د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت له خوا د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په باب د هرډول پریکړې سره مخالفت څرګند کړی دی.

د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د خزانې وزارت وویل چې په ژنیو کې د افغان فنډ د معتمدینو مدیریه هیت خپله لومړۍ غونډه کړې چې د دغو پېسو د لا عملیاتي کیدو لپاره یو لړ اقدامات وشي. د بورډ غړیو په اصولو کې موافقه کړې چې په لومړي سر کې به د دې فنډ یو مشر افغانستان کې وي او همدارنګه یې د افغانستان د مشورتي کمیټې د جوړیدو غوښتنه کړې.

خو «افغانستان بانک» په یوه اعلامیه کې چې د خپلو ټویټر په پاڼه یې خپره کړې ویلي: «د سویس په هیواد کې د یوې ادارې د جوړولو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو پریکړه او هلته د افغانستان بانک د اسعارو د یوې برخې لیږد او غیر مرتبطو برخو ته د هغو ځانګړي کول، د خوندیتوب او روڼتیا ځانګړي معیارونه په پام کې نه نیول، د افغانستان بانک اندیښنو ته نه پاملرنه دا ټول د افغانستان د خلکو په حق کې ناعادلانه پریکړه ده. دا چې دا پریکړه د افغانستان د خلکو د رښتینو استازو په نشتون کې او د افغانستان بانک له ګډون پرته شوې د منلو نه ده.»

دغه بانک ویلي چې ددغو اسعارو څخه د اوږدو کلنو لپاره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ثبات او د نړۍ سره د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاو د برابرولو لپاره کار اخیستل کیده.

د امریکا د مالیې وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې ددوشنبې د ورځې په غونډې کې د معتمدینو د پلاوي غړیو ومنله چې د افغانستان صندوق د شتمنیو د خوندي کیدو لپاره به "منطقي پانګونه" کوي، د دې پیسو د احتمالي ورکړې لارې چارې به لا واضح کوي او د اجرائیوي منشي د استخدام لپاره به هم یو بهیر پیلوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو له لارې د نړیوالو همکارانو او سویس حکومت او افغان اقتصادي کارپوهانو سره په همغږۍ دا صندوق د روان ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې جوړ شوی دی.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خبریالانو ته د سه شنبې د ورځې ناوخته وویل، چې دوی په بشپړ ډول دغو پیسو ته لاس رسی غواړي او ددې پریکړې سره یې مخالفت وښود.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د امریکا حکومت د اووه میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان شتمنۍ ګنګل کړې ده.

د اقتصاد یو استاد عیسی رضايي وايي، چې دا لا څرګنده نه ده چې سویس ته لیږل شوې پیسې د افغانستان بانک خالصي شتمنۍ وې او یا د افغانستان خصوصي برخې پیسې وي.

دې وايي، په دواړو صورتونو کې داپیسې د افغانستان د خلکو شتمني ده، چې اړتیا ده د یو شفاف او ځواب ویوونکي سیستم په اساس ددغې شتمنۍ ساتنه او د ګټې ترلاسه کولو او په جریان کې د اچولو لپاره ورڅخه کار واخیستل شي.

هغه وویل «زه فکر کوم کوم وسایل چې د امریکا متحده ایالات د طالبانو د حکومت په اختیار کې ورکوي دهغې له ډلې د افغانستان اقتصاد کې د اسعارو په بازار کې د ډالرو پیچاري کول د افغانستان اقتصاد ته د ګټې د رسیدلو پر ځای ممکن یوازې د طالبانو ډله ترې ګټه پورته کړي. کیدای شي په موقت ډول په افغانستان کې د بیو د کنټرولو سبب شي او د اسعارو بیې کنټرول کړي خو په اوږدمهاله کې به د افغانستان اقتصادي ودې سره مرسته ونه کړي.»

د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د دوو چارواکو، د مالیې پخواني وزیر انورالحق احدي او د افغانستان بانک د عالي د شورا غړي شاه محمد محرابي په ګډون یو پلاوی به په سویس کې د امانتي صندوق چارې څاري.

XS
SM
MD
LG