د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په موقت اوربند موافقه وکړه – رپوټ


د طالبانو یو شمیر مشرانو د اسوشیتدپرس خبري اژانس ته ویلي چې ددغې ډلې مذاکره کوونکي هیت په اوربند باندې له موافقې دمخه د طالبانو د مشرتابه له شورا سره یوه اونۍ مشورې وکړې.

د طالبانو دغو مقاماتو چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، د اسوشیتدپرس اژانس ته ویلي چې د اوربند موافقه باید د طالبانو د مشر ملا هبت الله،‌ له خوا منظور شي.

تر اوسه ددغه اوربند موده او د پلي کیدو دقیقه نیټه نده څرگنده شوې، خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد د تیرې میاشتې د مذاکراتو په ترڅ کې طالبانو ته د یو لس ورځني اوربند د کولو وړاندیز کړی و.

مخکې له دې د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې هم د طالبانو د منابعو په قول لیکلي وو چې د دې ډلې د مشرتابه شورا د یو اونیز اوربند د کولو په اړه سلا مشورې کوي تر څو د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو او بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.

دغه اوربند به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې لاسلیک، د افغانستان نه امریکا ته د امریکایي ځواکونو ستنیدلو او ١٨د کلنې جگړې پای ته رسیدو ته چې د امریکا تر ټولو اوږده جگړه بلل کیږي زمینه برابره کړي.

رپوټ زیاتوي چې د طالبانو مذاکره کوونکی هیت د یکشنبې په ورځ دسمبر ٢٩ ددې ډلې د مشرتابه له شورا سره له مشورې وروسته بیرتهع قطر ته ستون شوی دی.

تمه ده چې بین الافغاني مذاکرات د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې تر لاسلیک دوه اونۍ وروسته پیل شي؛ هغه مذاکرات چې د جگړې وروسته د افغانستان سرنوشت او په هغه کې د طالبانو رول ټاکي.

پدغه مذاکراتو کې به د ښځو د حقونو، د بیان آزادۍ، د زرگونو طالب جنگیالیو او افغان جگړه مارانو د وسله والو ملیشو اړوند موضوعات شامل وي.

XS
SM
MD
LG