په افغانستان کې د طالبانو حکومت شنبه فبروري لومړۍ ( سلواغې ۱۳) د متحده ایالاتو هغه دریځ وغنده چې د افغانستان مرکزي بانک کنګل شوي شتمني یوه برخه ښایي بیرته د امریکا حکومت ته ورکړل شي او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول عمل دې ډلې ته "نه منل کیدونکی" دی.
د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت دا خبرداری وروسته تر هغه ورکړ چې د افغانستان بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش (سیګار) دفتر کانګرس ته په خپل تازه راپور کې وویل چې د افغانستان مرکزي بانک کنګل شوې شتمني ښایي د امریکا حکومت ته ورکړل شي ځکه چې له یوې خوا واشنګټن د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني او له بلې خوا ملګرو ملتونو او امریکا د دغې ډلې په حکومت اقتصادي بندیزونه لګولي دي.
سیګار په خپل تازه راپور کې چې د جمعې په ورځ یې خپور کړی ویلي چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمي چې په لومړي سر کې ۳.۵ میلیارده ډالره وه، د سود اضافه کیدو وروسته اوس نږدې څلور میلیارد ډالرو ته رسیدلې ده.
په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د بهرنیو مرستو ارزیابۍ له کبله د متحده ایالاتو حکومت او کانګرس ښایي پدې هکله څیړنې وکړي چې دا پیسې د امریکا د حکومت کنټرول لاندې بیرته راشي.
د سیګار په راپور کې راغلي، "سره له دې چې طالبان هیڅ قانوني حق نه لري، خو هغوي دا پیسې غواړي ځکه چې واشنګټن هغوي (طالبان) د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پیژني، (طالبان) همدارنګه د متحده ایالاتو د نړیوالو پیژندل شویو ترهګرو په لسیت کې دي او د ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو تر بندیزونو لاندې دي."
خو د طالبانو حکومت بیا د سیګار دا ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان مرکزي بانک شتمني کنګل کیدو ددې هیواد اقتصاد کمزوری کړی او یو ځل بیا یې د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې دا څه د پاسه نهه میلیارده ډالر بیرته د افغانستان مرکزي بانک ته وسپاري.
د طالبانو په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې دا پیسې د افغان ولس حق دی او په افغانستان کې به په مالي او اقتصادي ثبات کې مهم نقش ولري. په اعلامیې کې خبرداری ورکړل شوی چې " د دې شتمنیو د استعمال، بیلولو او لیږد په باره کې د متحده ایالاتو هر ډول اقدام نه منل کیدونکی دی".
د ۲۰۲۱ کال اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمن کیدو څخه وروسته د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس جو بایډن په امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک نږدې ۷ میلیادره ډالر کنګل کړل او وروسته یو شمیر اروپایي هیوادونو هم د افغانستان نږدې ۲ میلیارده ډالر کنګل کړل.
واشنګټن وروسته د کنګل شویو پیسو نیمایي ، ۳.۵ میلیارده په سویس کې د "افغان وجهي صندوق" ته ولیږدول چې په افغانستان کې په بشري مرستو کې ترې کار واخیستل شي خو پدې شرط چې دا پیسې د طالبانو لاسته ورنشي او هغوي ترې ګټه وانخلي خو ویل کیږي چې لدې پیسو څخه هیڅ برخه یې افغانستان ته نده لیږدول شوې.
خو ۳.۵ میلیارده یې د بایډن په امر په امریکا کې پاتې و چې ویل کیدل هغو امریکایي کورنیو ته به د بدلې په خاطر ورکړل شي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر میاشتې لومړۍ نیټې ترهګریزو بریدونو کې زیانمن شوي.
سره له دې چې د سیګار په راپور کې ویل شوي چې د امریکایي ځواکونو وتلو راهیسې متحده ایالات په افغانستان کې ۳.۷ میلیارده ډالر لګولي دي چې ډیره برخه یې د ملګرو ملتونو همکارو سازمانونو لخوا مصرف شوي خو طالبان بیا ادعا کوي چې د امریکا دې مرستو د افغانستان په اقتصاد د پام وړ اغیز نه دی لرلی.
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته رسیدلي خو د متحده ایالاتو په ګډون هیڅ هیواد یا نړیوالې ادارې ددې ډلې حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.
د افغانستان پر بانکي سیستم د لګیدلو محدودیتونو له امله ددغه هیواد څخه بهر او له بهر څخه دغه هیواد د بانکونو له لارې د پیسو لیږد هم د ستونزو سره مخ شوی دی. په افغانستان کې بانکونه دې ته اړ شوي چې مشتریان یې امانتي پیسې په محدود ډول له خپلو بانکي حسابونو څخه وباسي.
که څه هم په تیرو څه باندې دوو کلنونو کې له بانکونو څخه د بانکونو د مشتریانو له خوا د پیسو د ایستلو اونیزه او میاشتنۍ کچه زیاته شوې، خو لاهم د بانکونو مشتریان د ټاکلې اندازې څخه زیاتې پیسې له خپلو حسابونو څخه نشي ایستلی.
فورم \ دبحث خونه