د لاس رسي وړ اتصالات

ملا یعقوب طالبانو ته: د خدای په خاطر په سمه توګه اطاعت کوئ


د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ته په منسوب یوه خپاره شوي پیغام کې د طالبانو د ځواکونو ترمنځ د بې نظمیو له موجودیت او سرغړونو څخه شکایت شوی دی.

ملا محمد یعقوب ته په منسوب دغه غږیز پیغام کې چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی او د ثبت دقیقه نېټه یې نده معلومه، مسئولیتونو ته د ځواکونو په پاملرنې ټینګار شوی او ویل شوي چې د طالب ځواکونو ترمنځ بې نظمي او له لارښوونو سرغړونې ددې لامل شوې چې د طالبانو مخالفین د بغلان د خوست ولسوالۍ ځینې برخې ونیسي.

په دغه پیغام کې ویل شوي: "اول دا چې کله موږ یو ځای ته تشکیل استوو او ورته ووایو چې هلته ورشي... خو بیا هلته یو هم نه وي ورغلی. موږ مطمین شو چې هلته ملګري سته خو یو هم نه وي. غوښتنه داده چې مجاهدین اطاعت ته متوجه کړي. د خدای په خاطر په سمه توګه اطاعت کوئ".

د پوځي چارو کارپوه، جنرال محمد صادق شینواری په دې اړه وايي چې په پوځ کې د نظم او ډیسپلین موجودیت لازم دی: "د جز و تامونو او قطعاتو مسولین باید د سوق او ادارې وړتیا ولري". د افغانستان د چارو کارپوهان دا د طالبانو په لیکو کې نیمګړتیا بولي.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې، شکریه بارکزۍ وايي: "زه فکر کوم له طالبانو څخه هغه توقع باید ونلرو چې له یو سم سیاسي اردو یا هغو قطعاتو څخه چې موږ پخوا درلودل، وشي. دوی صرف جنګیالي دي او جنګ لپاره تیاری نیسي د امنیت تامین او د قانون د حاکمیت په برخه کې نه په هغوی کې تجربه شته او نه هم باور."

عام افغانان او د چارو کارپوهان پر طالبانو باندې دا انتقاد هم کوي چې ځواکونه یې ځانګړی نظامي یونیفورم نلري.

که څه هم طالبان د افغانستان په اکثریت برخو کنټرول لري خو په پنجشیر ولایت، د بغلان ولایت د اندارب په درې ګونو ولسوالیو، د تخار په ورسج ولسوالۍ او د پروان په ځینو برخو کې د طالبانو او د مقاومت د ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG