د لاس رسي وړ اتصالات

د ملا برادر په مشرۍ یو طالب پلاوی ایران ته تللی


د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي تر دې مخکې هم پر یو لړ مسائلو د خبرو لپاره ایران ته سفرونه کړي دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي تر دې مخکې هم پر یو لړ مسائلو د خبرو لپاره ایران ته سفرونه کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو طالب پلاوی نن سې شنبه جنورۍ ۲۶ ( سلواغه اومه) د ایراني چارواکو په رسمي بلنه تهران ته تللی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم پر خپل ټویټر لیکلي چې ټاکل شوې دغه طالب پلاوی له ایراني چارواکو سره د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې دغه هیواد ته د طالبانو د سیاسي دفتر د پلاوي سفر د ایران په رسمي بلنه تر سره شوی او یاد پلاوی نن سهار تهران ته رسېدلی دی.

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې ټاکل شوې طالب پلاوی د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي تر دې مخکې هم پر یو لړ مسائلو د خبرو لپاره ایران ته سفرونه کړي دي.

تر دې مخکې د امریکا دفاع وزارت ویلي وو چې ایران د ۲۰۰۷ کال راپدېخوا په منظم ډول د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.

د امریکا دفاع وزارت همدارنګه زیاته کړې وه چې ایران په افغانستان کې د امریکا او لوېدیځ د نفوذ مخنیوي لپاره د وسله والو طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړی دی او دغه ډلې ته وسلې او پوځي تجهزات ورکوي.

ایران تر دې مخکې له طالبانو سره د مرستې په اړه د امریکا د دفاع وزارت تورونه رد کړي دي. خو د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف شاوخوا یوه میاشت مخکې وویل چې د خپلو پلو د امنیت نیولو په خاطر له طالبانو سره اړیکې لري.

ایران ته د طالب پلاوي سفر پر داسې مهال تر سره کیږي چې روانه میلادي میاشت په دوحه کې دوهم پړاو بین الافغاني مذاکرات پرانیستل شول، خو تر دا مهاله پکې د کوم ښکاره پرمختګ راپور ورڅخه نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG