د لاس رسي وړ اتصالات

د دوحې تړون د ټولو "بین الافغاني مسائیلو د پرېکړو" اساس نه دی


د امریکا-طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په میاشت کې تړون وشو
د امریکا-طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په میاشت کې تړون وشو

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې توافق د ټولو بین الافغاني مسائیلو د پرېکړو «مطلق» بنسټ نه دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند مولوي رحمت الله اندړ د سه شنبې په ورځ فبروري دوهمه ( سلواغې ۱۴) رسنیو ته په لېږلې غږیږ پیغام کې ویلي چې د نظام پر بڼې بحث تر وخت مخکې دی.

د امنیت شورا ویاند یادې څرګندونې د طالب استازو هغه خبرو ته په غبرګون کړي چې تیره ورځ یې ایران ته د سفر پرمهال ویلي وو چې په تړون کې په افغانستان کې د «نوي اسلامي نظام» په جوړېدو هوکړه شوې ده.

د افغانستان ملي امنیت شورا د طالبانو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: "په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو هوکړه لیک د ټولو بین الافغاني مسائلو د پرېکړو مطلق بنسټ نه دی، طالبان د نظام پر میکانیزم تر تبصرو مخکې د دې خاورې د خلکو د وینو مسؤل دي، د نظام پر چوکاټ بحث اوس تر وخت مخکې ده، فعلاً افغانان دې ته منتظر دي چې د جګړې دا ګرم اور مړ شي."

د امنیت شورا ویاند زیاته کړې که طالبان د یو تروریستي بانډ پر ځای د تفاهم او سیاسي فعالیت په یو جریان بدل شي په خبره یې په جمهوریت کې شاملېدلی شي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال هم پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې افغانانو ته له جمهوریت پرته بله هره بڼه د منلونه ده.

نوموړي زیاته کړې چې حکومت به د اساسي قانون په رڼا کې تر ټاکلې مودې فعالیت کوي او په خبره یې ولسمشر به د ټاکنو له لارې واک خپل ځای ناستې ته انتقال کړي.

دا څرګندونې پر داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت په اړه اوازې ګرمې شوي دي.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ایران ته تللي د طالبانو یو پلاوي خبریالانو ته وویل چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون کې په افغانستان کې د نوي ټول شموله حکومت پر رامنځته کېدو هوکړه شوې ده.

تر دې مخکې بیا د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا شېر محمد عباس ستانکزي په روسیه کې خبریالانو ته ویلي و چې که ولسمشر محمد اشرف غني استعفا وکړي دوی (طالبان) حاضر دي چې سوله وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ هم ویلي چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.

وسله وال طالبان پر داسې مهال د دوحې تړون پر عملي کولو ټینګار کوي چې په امریکا متحده ایالاتو کې د جوبایډن په مشرۍ حکومت ویلي چې یاد تړون ته له سره کتنه کوي.

XS
SM
MD
LG