د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان ملګرو ملتونو ته: افغانستان کې په نافذه 'اسلامي قوانینو' انتقاد په 'اسلام' انتقاد دی


.
.

د طالبانو د حکومت په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ راپور د خپل حکومت په خلاف د پروپاکند یوه برخه ګڼلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ جون ۲۰ (جوزا ۳۰) د خپل ټویټر په پاڼه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۳ غونډې کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت په اړه بحث د "اسلامي قوانینو" سره په ټکر کې ګڼلی دی.

ښاغلي مجاهد ویلي: "د ملګروملتو اوځینو نورو غربي نهادونو او حکومتونو له آدرسه د اسلامي امارت په ضد پراخ پروپاګند روان دی، د افغانستان د وضعیت په اړه د ریچارډ بنېټ راپور د همداسې پروپاګند برخه ده چې له حقایقو سره سر نه خوري. په افغانستان کې اسلامي قوانین پلي دي، په هغو اعتراض له اسلام سره ستونزه ده".

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت د دوشنبې په ورځ جون ۱۹ (جوزا ۲۹)دغې شورا ته د راپور د ورکولو پر مهال له نړۍ څخه وغوښتل چې په افغانستان کې "جنسیتي اپارتاید" د "نړیوال جرم" په توګه وپېژني او په دې ډول په ښځو باندې د محدودیتونو له کبله له طالبانو سره حساب وکړي.

هغه وویل د طالبانو اقدامات باید "د جنسي ځورونې بشري ضد جرم" معادل وګڼل شي.

ریچارد بنیت وویل: " له ښځو سره ژور او بنسټیز شوی سیستماتیک تبعیض د طالبانو په باور او حاکمیت کې نغښتی دی، دې کار دا اندېښنې زیاتې کړې چې ممکن هغوی د جنسیتي اپارتاید مسئول وي".

د افغانستان په اړه د ښاغلي بنیټ په راپور کې، چې د ښځو او نجونو سره د تبعیض په اړه د ملګرو ملتونو د کاري ډلې سره په ګډه چمتو شوی، په نړیوالو غږ شوی چې د جنسیتي اپارتاید په اساس "د ښځو او نجونو سره د بنسټیز شوي تبعیض، تفکیک، سپکاوي او محرومیت" په اړه د یو راپور د برابرولو اجازه ورکړي. په راپور کې راغلي دي چې جنسیتي اپارتاید باید په نړیواله کچه وغندل شي او داسې لارې چارې رامنځ ته شي چې دا عمل بیا تکرار نشي او مخه یې ونیول شي.

همداشان دې غونډې ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک په افغانستان کې یو ځل بیا د بشري حقونو "مخ په خرابیدونکي" وضعیت اندیښنه وښوده او وې ویل چې طالبانو پدې هیواد کې تر ټولو بنسټیز بشري حقونه، په ځانګړې توګه د میرمنو او نجونو حقونه "له منځه" وړي دي.

ولکر ترک وویل: "په سیستماتیکه توګه د ژوندانه د ټولو چارو څخه د میرمنو او نجونو ایستل په ټولې نړۍ کې بې ساري دي".

ښاغلي ترک زیاته کړه: " په لوړو زده کړو کې د میرمنو د برخې اخیستو ځنډیدل د نړیوالو قوانینو څخه د افغانستان د مسؤلیت څخه ښکاره سرغړاونه ده. په هرې کچې تعلیم ته د میرمنو او نجونو لاسرسی د تبعیض پرته د هغوي اساسي او نه پوښتل کیدونکي حق دی".

د بشري حقونو شورا بحث ته غبرګون

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې غونډې د ښځو حقونو یو شمیر فعالانو هم ویناوې وکړې. دغو اکثرو وینا کوونکو د نړیوالې ټولنې څخه په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره پر طالبانو باندې د فشار د زیاتیدو او ددغې ډلې په وړاندې د یو شمیر هیوادونو پالیسو ته د بیا کتنې غوښتې وکړې.

دې غونډې ته د میرمن مدینه محبوبي په نوم یوې وینا کوونکي د نړیوالې ټولنې له خوا طالبانو سره بوختیا ډیره مهمه وبلله او د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره یې په سوله ییز هواري ټینګار وکړ.

خو د میرمن محبوبي څرګندونو ته د ښځو د یو شمیر فعالانو له خوا غبرګون ښودل شوی او د هغې څرګندونې یې ردې کړي دي.

د ارغواني شنبې د ورځو خوځښت مشرې میرمن مریم معروف اروین د مرمین محبوبي څرکندونو ته په غبرکون کې پوښتنه کړې، چې ایا میرمن محبوبي د طالبانو په استازیتوب دې غوڼډې ته بلل شوې وه او که څنګه.

همداشان د معترضو ښځو د خوځښتونو ایتلاف هم دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

ددغه ایتلاف یوې غړي په یوه ویډیوي وینا کې چې ددغه ایتلاف د ټویټر په پاڼه خپره شوې، پوښتنه کړې، چې طالبانو د ښځو څخه د ژوند کولو حق اخیستی نو طالبانو سره د نړیوالې ټولنې څخه د تعامل غوښتنه څنګه ممکن ده.

دغه ایتلاف د طالبانو سره پرته د قید او شرط تعامل سره هم مخالفت ښودلی دی.

ټاکل شوې د بشري حقونو د شورا د روانې ۵۳ غونډې په ترڅ کې به افغانستان لپاره ددغې شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت د تمدید په اړه هم د شورا غړي پریکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG