د لاس رسي وړ اتصالات

کاظمي قمي: ایران پر طالبانو د ملګرو ملتونو د نورو بندیزونو لګولو په اړه اندیښنه لري


افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي ( ارشیف)
افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي ( ارشیف)

د افغانستان په چارو کې د ایران د جمهور رئیس ځانګړی استازی او کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي وايي، چې بشري حقونو مسلو سره د طالبانو تعامل ته په کتنې ایران پر طالبانو د لازیاتو بندیزونو لګېدو په اړه اندیښنه لري.

هغه وايي چې ایران به د افغانستان د وضعیت په اړه په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کنفرانس کې " د وړاندیز کوونکي، ملاتړي او مشورې ورکوونکي" په توګه ګډون کوي.

ښاغلي کاظمي قمي په اړه وویل: "د دوحې د غونډې په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ یو خپلواک دریځ دی، چې واقعیتونو او د اړتیاو څخه په ژور درک او د افغانستان د خلکو او حکومت دواړو ګټې په کې نغښتي دي."

هغه زیاته کړه: "د ایران اسلامي جمهوریت په نړیواله ټولنه کې یو منل شوی دولت دی او لازمه ده، چې موافقو او د خپلو منل شویو تعهداتو درناوی وکړي، د همدې امله په دې غونډه کې ګډون د ګاونډیتوب اوپه سیمې کې د موقعیت سربیره په مسولانه ډول د خپلو ژمنو ترسره کولو تر اغیز لاندې هم دی."

ټاکل شوې د افغانستان په هکله دغه غونډه د دوشنبې او سه شنبې په ورځو د ملګروملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د قطر په پایتخت دوحه کې جوړه شي. ملګروملتونو ویلي، چې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي د خپلو ګډو اهدافو له مخې د افغانستان وضعیت ته د تلپاتې حل په اړه بحث وکړي.

کاظمي قمي چې یو وخت یې د هرات په ولایت کې د ایران د قونسلګرۍ د مشر په توکه هم کار کړی په وروستیو کلنو کې د ایران د جمهور رئیس له خوا افغانستان لپاره ددغه هیواد د ځانګړي استازي په توګه ګمارل شوی دی. ښاغلی قمي طالبانو سره د ایران د حکومت د تعامل په برخه کې مهمه ونډه لري.

د ایران نیمه رسمي خبري اژانس ایسنا، د کاظمي قمي له قوله لیکلي:" مونږ د سترو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو په یو اړخیز ډول د کړنو ترسره کولوپه اړه سخت او څرګند انتقاد کړی دی. زمونږ باور دادی، چې د ملګروملتونو له خوا انساني مسلو ته باید د جنسیت له اړخه ونه کتل شي. همدارنګه په دې اړه ډیر اندیښمن یو، چې دا لار به ددې سبب شي ترڅو د امنیت شورا د روان کال په مني او ژمي کې په تازه نوبت کې په جلا بهانو د ملګروملتونو د منشور د اوم فصل په اتکا لا زیات بندیزونه [پر طالبانو باندې] ولګوي".

د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیالې میرمن امینه محمد تیره اونۍ د افغانستان د وضعیت په سر د بحث لپاره د یوې نړیوالې غونډې، چې په کې به افغانستان لپاره د مختلفو هیوادونو استازي ګډون ولري د جوړیدو خبر ورکړی و.

د میرمن محمد دغو څرګندونو ته په نړیواله کچه سخت غبرګونونه ښودل شوي دي.د ځینو سیاسي شخصیتونو سربیره د بشري حقونو مدافعانو د ملګروملتونوڅخه د میرمن محمد دغو څرګندونو په اړه د وضاحت غوښتنې کړي دي.

خو د ملګروملتونو عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، چې د دوحې په غونډه کې د طالبانو د رسمیت پیژندلو په مسله خبرې نه کیږي، بلکې ښاغلي دوجاریک په وینا د افغانستان د وضعیت لپاره د حل د لارې د لټولو په برخه کې د نړیوال تعامل د پیاوړي کیدو په سر خبرې کیږي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته ورسیدل خو تر اوسه د هغوي سرپرست حکومت هیڅ کوم هیواد یا ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

XS
SM
MD
LG