د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو پخواني مشر ملا منصور کراچۍ کې د ځمکو کار او بار لاره ـ FIA


د پاکستان د پلټونو عالي اداره یا«ایف ای اې» وايي، د طالبانو مخکني وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په ستر سوداګریز ښار کراچۍ کې د ځمکو او کورونو کار او بار کاوه.

د پاکستان «ایف ای اې» ادارې ویلي، چې نوموړي په دغه ښار کې جعلي بانکي اکاونټونه هم ځان ته جوړ کړي و.

دغه ادارې ویلي، چې د طالبانو یاد وژل شوي مشر د ګل محمد او محمد ولي په نومونو د پاکستان جعلي پېژندپاڼې او شناختي کارډونه هم لرل.

د پاکستان د پلټونو د مرکزي ادارې یا«FIA»د معلوماتو له‌مخې ملا منصور د کراچۍ په ګلشن معمار سیمه کې دوه اپارتمانونه او څلور کورونه لرل چې دا مهال د حکومت په کنټرول کې راوستل شوي دي.

ملا اختر محمد منصور د طالبانو د لومړني مشر ملا محمد عمر د مرګ تر اعلان وروسته په ۲۰۱۵ کال کې د دغه ډلې مشر وټاکل شو.

د هغه تر ټاکل کېدو وروسته پر نوموړي د ملا محمد عمر د مرګ د خبر د پټېدو تور پورې شو، چې ورسره سم په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر طیب اغا ترڅنګ یو شمېر نورو طالبانو هم له خپلو دندو څخه استعفاوې ورکړې.

د دغه اختلافاتو په جریان کې د ملا رسول په نامه د طالبانو یوه بله ډله هم رامنځته شوه چې ځان یې د طالبانو د وژل شوي مشر ملا محمد عمر اصلي ځای ناسته باله.

د ملا رسول ډلې د اختر محمد منصو له مشرۍ سره د مخالفت ترڅنګ د دغه ډلې له وسله والو سره د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختې نښتې هم وکړې.

نوموړی په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې چې ویل کېږي له ایران څخه راستون شوی و، د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د هغه د وژنې پرمهال هم له نوموړي سره د پاکستان هېواد پيژندپاڼې او شناختي کارډونه تر لاسه شوي و.

د پاکستان د هغه مهال د کورنیو چارو وزیر نثار علي خان وویل، چې نوموړي د ولي محمد په نوم د پاکستان جعلي شاختي کارډ او پاسپورټ ځان ته جوړ کړی و.

د نوموړي تر وژل کېدو وروسته ملا هبت الله اخندزاده د دغه ډلې د مشر په توګه وټاکل شو.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG