د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو ننګرهار د یوې راډیو مسؤل نیولی


ننګرهار کې د همېشه بهار راډیو مسؤل اتل خان ستانکزی
ننګرهار کې د همېشه بهار راډیو مسؤل اتل خان ستانکزی

د افغاستان د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو په ننګرهار ولایت کې د «همیشه بهار» په نوم یوې خصوصي راډیو مدیر مسؤل اتل خان ستانکزی د فیسبوک یو پوسټ له امله نیولی دی.

د خبریالانو د ملاتړ دغه بنسټ د سې شنبې په ورځ ناوخته نومبر ۲۹ (لېندۍ اتمه) په یوې اعلامیې کې ویلي: " په جلال اباد کې د همېشه بهار راډیو مدیر مسؤل اتل خان ستانکزی د تیرې دوشنبې په ورځ پر خپل فیسبوک پاڼه په ننګرهار ولایت کې د طالبانو اسلامي امارت سیمه ییزو مسؤلینو په منځ کې د فساد په اړه تر پوسټ وروسته د استخباراتو ادارې لخوا نیول شوی دی."

د افغانستان د خبریالانو مرکز له قید او شرط پرته د ښاغلي ستانکزي د خوشي کېدو غوښتنه کړې او د طالبانو له سیمه ییزو مسؤلینو څخه یې غوښتي چې خبریالانو ته اجازه ورکړي چې له کوم قید او شرط پرته په ازاد ډول خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

پر همدې مهال په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ (نۍ) هم په یوې اعلامیې کې د دغه سیمه ییزو خبریال د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

نۍ ویلي چې ښاغلی ستانکزی پر خپل فیسبوک پاڼه د یو مطلب تر لیکلو وروسته د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته غوښتل شوی او تر هغه وروسته د دغه ولایت د استخباراتو د ادارې لخوا نیول شوی دی.

نی زیاته کړې: "نۍ له محلي چارواکو غواړي ترڅو اتل خان ستانکزی د همیشه بهار رادیو تلویزیون مسؤل مدیر آزاد کړي او په هغه صورت کې چې کومه ادعا وجود ولري نو اړوند قضیه دې د څیړنې لپاره د رسنیو د سرغړونې کمیسیون ته وسپاري."

تر دې مخکې د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې اعلامیې کې ویلي وچې په تیر یو کال کې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۴۵ قضیې ثبت کړي دي چې په هغه کې نیول، فزیکي تاوتریخوالی، ګواښونه او دوو تنو خبریالانو د وژل کېدل شامل دي.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو مسؤلینو تر دا مهاله په دغه ولایت کې د اتل خان ستانکزي د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG