د لاس رسي وړ اتصالات

د مخکني حکومت د هوايي چلند ادارې د مشر ورور: طالبانو حبیبي نیولی 


محمود شاه حبیبي
محمود شاه حبیبي

د افغانستان د مخکني حکومت د ملکي هوايي چلند د مشر محمود شاه حبیبي ورور احمد شاه حبیبي ادعا کوي چې طالبانو یې ورور څه باندې یوه نیمه میاشت مخکې نیولی دی او لا هم تری تم دی.

د افغانستان د پخواني حکومت ددغه چارواکي ورور احمد شاه حبیبي د دغه مخکني افغان چارواکي له نیول کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره له امریکا غږ سره په خبرو کې د طالبانو له لوري د خپل ورور د نیول کېدو خبر ورکړ.

امریکا غږ د ښاغلي حبیبي د ادعاوو په تړاو د طالبانو د حکومت له څو ویاندانو سره تماسونه نیولي، خو د دې لیکنې تر خپرېدو پورې د طالبانو هیڅ یو ویاند هم په دې اړه د امریکا غږ آشنا پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

احمد شاه حبیبي په یوې ویدیو کې چې د امریکاغږ ته یې استولې ادعا کړې چې طالبانو د اګست په لسمه نېټه هغه «له کوم جرم پرته» بیولی دی. نوموړی وايي چې طالب وسله والو د محمود شاه حبیبي د «کور دروازه هم ماته کړې، یو شمېر اسناد، کتابونه او د هغه لپ ټاپ کمپیوټر» یې هم له ځان سره وړي دي.

احمد شاه حبیبي وایي چې دوی د ډېرو طالب چارواکو دروازې ټکولې چې د خپل ورور پوښتنه وکړي، خو په خبره یې لا چا ورته د هغه د نیول کېدو او ځای ځایګي په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړی.

محمود شاه حبیبي، چې د امریکا تابعیت هم لري د ۲۰۱۷ کال د جون څخه تر ۲۰۱۹ پورې د افغانستان د ملکي هوایي چلند د مستقلې ادارې د رئیس په توګه او د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر څخه څخه د ۲۰۱۷ کال تر جون میاشتې پورې د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې عملیاتي مرستیال و.

د هغه ورور وايي چې له تېرو دریو کالونو راهېسې یې «اسیا مشورتي ګروپ» سره د مشاور په توګه کار کاوه. وايي هغه د کابل د «شش درک» په سیمه کې له خپل کور څخه دفتر ته په لار و چې طالب وسله والو نیولی او بیولی دی.

احمدشاه وویل چې طالبانو د محمود شاه حبیبي ځینې همکاران هم نیولي دي، خو د هغه د شرکت نوم او د همکارانو هویت یې په ډاګه کړی نه دی. وايي طالبان په شخصي جامو کې ورغلي وو او هغه یې بیولی دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند پدې هکله د امریکاغږ یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل: « چې: «موږ وضعیت څارو».

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې: موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې د امریکا اتباع باید د کورنۍ ناامنۍ، وسله والو جګړو، جرمونو، تروریزم او انسان تښتونې د پيښو د امکان له امله افغانستان ته سفر ونه کړي.»

احمدشاه حبیبي د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د ورور په اړه یې معلومات ورکړي او هغوی ته دې له هغه سره د ملاقات اجازه ورکړي او دا دې هم ورته واضحه کړي چې هغه یې ولې نیولی دی. احمد شاه حبیبي وايي تر دې دمه یې ځکه د خپل ورور د نیول کېدو مسئله له رسنیو سره شریکه کړې نه وه چې فکر یې کاوه ممکن هغه خوشې شي.

د افغانستان د ملي هوايي چلند او ترانسپورت وزارت د هوايي او ځمکني ترانسپورت چارې مخې ته وړلې چې د کابل او نورو ولایتونو څخه د ملکي پروازونو تنظیم او مسئولیت هم د دغه وزارت په غاړه و.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، د څه وخت لپاره د افغانستان هوايي ترانسپورت زیانمن او په ټپه درېدلی و چې بیا د قطر د یو تخنیکي ټیم په مرسته د طالبانو حکومت د کابل له هوايي ډګر څخه پروازونه پیل کړل.

که څه هم طالبان ادعا کوي چې د مخکني حکومت ټولو ملکي او نظامي کارکوونکو ته یې «عمومي بخښنه» کړې، خو د بشري حقونو یو شمېر سازمانونه وایي چې د طالبانو وسله والو د مخکني حکومت سلګونه پوځي او ملکي غړي نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي. د مخکني حکومت ځینو مقاماتو هم دا خبرونه تائید کړي دي. طالبان دا ادعاوې ردوي.

XS
SM
MD
LG