د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د حقونو د دفاع لپاره یوه کمیته جوړه کړې


د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي چې په بهرنیو هېوادونو کې د میشتو افغان کډوالو د مدني، فامیلي او خصوصي حقونو د دفاع لپاره د دغه حکومت د عدلیې وزارت د مرستیال په مشرۍ د حقوق پوهانو په ګډون یوه کمیټه جوړه کړې ده.

بلال کریمي د شنبې په ورځ نومبر څلورم (لړم ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددې کمیټې د فعالیت په اړه لیکلي: "په بهرنیو هیوادونو کې د افغان کډوالو د حقوقو او ملکیتونو څخه د دفاع په برخه کې قانوني او حقوقي لارې چارې لټوي، ترڅو د افغان کډوالو حقونو تر لاسه کولو لپاره په قانوني او سالمه توګه د حل لارې و موندل شي".

د طالبانو حکومت د حقوق پوهانو په ګډون دا کمیټه وروسته له هغې جوړه کړې چې د پاکستان څخه وطن ته ستنیدونکو یو شمیر افغان کډوالو ادعا کړې چې له دغه هیواد څخه افغانستان ته شړلو پر مهال پاکستاني امنیتي منسوبینو ورڅخه پیسې او هم د هغوی شتمنۍ اخیستي دي. د پاکستان حکومت تراوسه د دغو ستنوو شویو کډوالو ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې سرپرست حاجي محمد یونس مومند امریکا غږ ته وویل، چې په پاکستان کې د افغان سوداګرو څخه د هغوی د مالونو او پیسو د اخیستلو په اړه یې لږترلږه د دریو دغسې پیښو په باب معلومات ترلاسه کړي دي.

خو هغه وویل دا چې افغان سوداګرو او پانګه والو په پاکستان کې څومره پانګونه کړې په دې اړه دقیق ارقام نشته دی.

ددغې خونې د ځینو چارواکو د معلوماتو له مخې پاکستان د افغان سوداګرو او پانګوالو د میلیاردونو ډالرو پانګه ضبط کړې ده.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي تیره اونۍ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه ولیکل چې د پاکستان حکومت د قانوني اسنادو لرونکو افغان کډوالو بانکي حسابونه هم تړلي دي.

دغه سفارت ویلي: "پاکستاني پولیس په مختلفو بهانو قانوني کډوال نیسي او اسناد یې څیرې کوي. سربېره پر دې، ددغې پالیسۍ له امله د اسناد لرونکو کډوالو بانکي حسابونه بلاک شوي، د کورونو مالکینو ته امر شوی چې حتی سندلرونکو افغانانو ته هم کور په کرایه ورنه کړئ، دې ته ورته ډېرې ستونزې راپیدا شوي."

ددغه سفارت سرپرست سردار احمد شکیب د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د کورنیو چارو د وزیر سرفراز بګتي سره د جمعې په ورځ نومبر درییم ( لړم ۱۱) د کتنې وروسته ویلي چې ښاغلي بګتي ورته د افغان کډوالو د نغدي او غیر نغدي اموالو د انتقال په اړه د یو میکانیزم د جوړیدو خبر ورکړی دی.

د پاکستان د حکومت ددغو اقداماتو وروسته په پاکستان کې میشت یو شمیر افغان پانګوالو د خپلو پانګو د خوندیتوب په اړه اندیښنې ښودلې دي.

یو شمیر پاکستاني سوداګر وايي چې افغانانو د خپلو پانګو د خوندیوب لپاره اکثره د پاکستاني پانګوالو سره په ګډه پانګونه کړې چې له امله یې په دغه هیواد کې د افغان سوداګرو او پانګوالو د پانګونې په اړه دقیق معلومات نشي معلومیدلی.

د روان کال د سپټمبر په میاشت کې د پاکستان د لنډ مهاله حکومت کابینې ددغه هیواد د اسعارو په بازار کې د افغان پانګوالو د پانګو د کنټرول لپاره یوه طرحه تائید نکړه. د رپوټونو له مخې افغان پانګوال د پاکستان د اسعارو بازارونو کې زیاته پانګه اچولې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG