د لاس رسي وړ اتصالات

بې پولې خبریالان: له پاکستان څخه د افغان خبریالانو شړل د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي


آرشیف؛ په پاکستان کې میشت افغان خبریالان
آرشیف؛ په پاکستان کې میشت افغان خبریالان

د بې پولې خبریالانو سازمان وايي چې د پاکستان د حکومت له خوا د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو د روان بهیر په لړ کې په دغه هیواد کې میشت له دوو سوو څخه زیات افغان خبریالان هم په جبري ډول د شړلو د خطر سره مخ دي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ ناوخته نومبردرییم (لړم ۱۲) په یوه اعلامیه کې ویلي چې له پاکستان څخه افغانستان ته ددغو خبریالانو ستنول د هغوی ژوند د ګواښ سره مخ کوي.

د بې پولې خبریالانو سازمان د پاکستاني چارواکو څخه غوښتي چې دغو خبریالانو ته دې د هغوی د امنیت د خوندیتوب لپاره په دغه هیواد کې د اوسیدلو اجازه ورکړي.

دغه سازمان ویلي: "په جبري ډول د افغان خبریالانو ستنول چې پاکستان ته تښتیدلي دي د نړیوالو قوانینو څخه څرګنده سرغړونه ده او په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي. دا خبریالان چې ځینو یې حساس معلومات خپرول غلبآ چې د ګواښ سره مخ کیدل او د خپل ژوند د ژغورنې لپاره یې پاکستان ته کډه کړې ده".

د پاکستان حکومت د اکتوبر د تیرې میاشتې په لومړیو کې له دغه هیواد څخه د ۱.۴ میلیونو افغان کډوالو په ګډون د ۱.۷ میلیونو کډوالو چې د اوسیدلو قاني اسناد نلري د نومبر تر لومړۍ ورځې د شړلو پریکړه وکړه. ددې پریکړې له مخې د ټاکلې مهلت د پای ته رسیدلو وروسته هغه کډوال به چې په پاکستان کې د اوسیدنې قانوني اسناد نلري ونیول شي او د نیولو وروسته به د غیرقانوني کډوالو د ساتنې مرکزونو ته واستول شي او بیا به له هغه ځایه خپلو هیوادونو ته په ډله ییز ډول انتقال شي.

پاکستان کې میشتو یو شمیر خبریالانو د بې پولې خبریالانو سازمان ته ویلي، چې د هغې نیټې راهیسې چې د پاکستان حکومت له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو پریکړه اعلان کړې د هغوی پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او د پاکستاني پولیسو له خوا د خپلسر نیولو، ځورولو او د بډو اخیستلو له ګواښونو سره مخ دي.

یو شمیر خبریالانو بې پولې خبریالانو سازمان ته ویلي چې د کورونو په خاوندانو باندې چې افغان کډوالو ته یې خپل کورونه په کرایه ورکړي هم فشارونه زیات شوي او په پاکستان کې د افغانانو د ویزو د تمدید غوښتنلیکونو بهیر هم ډیر وخت اخلي او د ګواښونو سره مخ دي.

یو افغان خبریال چې د امنیتي دلایلو له مخې نه غواړي نوم یې واخیستل شي د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې یې پاکستان ته کډه کړې ویلي چې " افغانستان ته په جبري ډول ستنیدل به ورته د قتلولو ځای ته د لیږلو په معنی وي".

دغه خبریال په افغانستان کې د ډیرو بهرنیو رسنیو سره کار کړی چې د طالبانو د چارواکو له خوا د هغو راپورونو د خپرولو له امله چې بهرنیو تلویزیوني شبکو خپاره کړي پاکستان ته تښتیدلی دی.

دغه خبریال ویلي: "زه په خپل هیواد کې بهرنیو رسنیو ته د جاسوسۍ په تور، خراب کارۍ او منفي تبلیغاتو او همدارنګه د ښځو د حقونو څخه د ملاتړ له امله د عدلي تعقیب لاندې یم. هلته مرګ زما په تمه دی. زه دې ته اړ شوم چې خپل هیواد پریږدم ترڅو ژوندی پاتې شم".

یو بل خبریال چې هم نه غواړي نوم یې واخیستل شي د بې پولې خبریالانو سازمان ته ویلي چې د تیر ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې وروسته له هغه چې د طالبانو اوړند د تاوتریخوالي او په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښو ته د خبرې پوښښ ورکولو وروسته پاکستان ته کډه کولو ته اړ شوی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي چې په وروستیو ساعتونو کې دغه خبریال ته خبرداری ورکړل شوی و چې د طالبانو د حکومت اړوند یوه وسله واله ډله غواړي چې هغه ووژني.

هغه وویل: "زه دې ته اړ شوم چې خپل هیواد پریږدم ترڅو ژوندی پاتې شم. له افغانستان څخه د وتلو وروسته زما د کورنۍ څو غړي یې ونیول. که چیرې هغه ځای ( افغانستان) ته ستون شم د مرګ له ګواښ سره به مخ شم".

دغه راز د افغانستان په شمال کې میشت یو خبریال چې د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې یوې بهرنۍ تلویزیوني شبکې سره د کار کولو له امله د څو ځلې ګواښولو او نیولو وروسته پاکستان ته وتښتید. دغه خبریال د بې پولې خبریالانو سازمان ته ویلي چې هغه په پرله پسې ډول د اسنادو نلرونکو افغانانو د ځورولو قرباني شوی دی.

دغه خبریال ویلي چې د پاکستان استخباراتي چارواکو د پنځه ساعتونو لپاره بندې کړی و او په دغه موده کې یې د هغه ګرځنده تیلیفون او ایمیلونه پلټلي دي. ددغه خبریال د وینا له مخې ژوند ورته ډیر سخت شوی او اوس ددې جرات نه کوي چې له کور څخه بهر ته ووځي. همداشان هغه ویلي چې دوه ماشومان یې ښوونځي ته نشي تللی او میرمن یې د روحي ستونزو سره مخ شوې ده.

د پاکستان حکومت د بې پولې خبریالانو سازمان دغې غوښتنې ته لا ځواب نه دی ویلی، خو دمخه ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې پاکستان زیامننونکو کډوالو د خوندیتوب په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ دی.

د پاکستان حکومت د جمعې په ورځ وویل، د اکتوبر د میاشتې له پیل څخه د نومبر تر درییمې ورځې پورې له دغه هیواد څخه ۲۰۰ زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG