د لاس رسي وړ اتصالات

یوه اونۍ کې نژدې ۹زره افغانان له ایران څخه 'شړل شوي او یا په خپله خوښه ستانه' شوي


د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې د شنبې د ورځې څخه تر نن د پنجشنبې تر ورځې فبرورۍ نهم (سلواغې۲۰) له ایران څخه نژدې ۹۰۰۰ افغان مهاجرین په دواطلبانه او یا هم په جبري ډول افغانستان ستانه شوي دي.

ددغه وزارت شمیرو له مخې په دغې موده کې ۳۲۳۰ تنه د هرات د اسلام قلعه د بندر له لارې او۵۵۷۹ نور بیا د نیمروز ولایت د بندر له لارې وطن ته ستانه شو یا په زوره شړل شوي دي.

دغه وزارت ویلي، چې ددغو راستانه شویو زیات شمیر یې ایران ته د خپلو کورنیو پرته په قاچاقي ډول تللي وو.

د لطیف په نوم یو ځوان، چې وايي ایران ته د کار لپاره تللی و، امریکا غږ ته وویل، چې ددغه هیواد خاورې ته د ننوتلو سره سم ایراني پولیسو ونیو. د ښاغلي لطیف د ادعا له مخې ایراني پولیسو دی او ۳۰ نور افغان مهاجرین په زندان کې واچول او ویې وهل.

هغه وویل: "وروسته له دې چې په زندان کې ډیر زیات شکنجه شو مونږ یې په یوه لارۍ کې د هرات سرحد ته راوړو او ویې ویل، چې خپل هیواد ته لاړ شئ او د قانوني اسنادو پرته بیا راستانه نه شئ."

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د وزارت د معلوماتو پر اساس د دغو ۸۸۰۹ راستانه شویو او شړل شویو افغان مهاجرینو یوازې شاوخوا اوه فیصده یې د مهاجرت نړیوالې ادارې ته د مرستو لپاره معرفي شوي دي.

په ایران کې د افغان مهاجرینو د ملاتړ د مرکز شمیرنې ښيي، چې شاوخوا څلور میلیونه افغان مهاجرین، چې رسمي اسناد لري په دغه هیواد کې ژوند کوي. خو ددغې ادارې د معلوماتو پراساس د درې او پنځه سوو زرو ترمنځ نور افغانان هم په ایران کې پرته د اسنادو په غیر قانوني ډول اوسیږي.

خو د ایران د خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي، حسن کاظمی قمي، چې تازه یې په افغانستان کې د ایران د سفیر په توګه دنده پیل کړې په دغه هیواد کې د میشتو افغان مهاجرینو شمیر شاوخوا پنځه میلیونه ښودلی دی.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د شمیر له مخې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو راهیسې تراوسه یو میلیون او ۲۲۸ زره افغان کډوال د ایران په ګډون د مختلفو هیوادونوڅخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ شمیرنې ښيي، چې پر افغانستان باندې د طالبانود دوهمې واکمنۍ دمخه په ایران کې ۳.۴ میلیونه افغان کډوال اوسیدل، چې ۱.۴ میلیونه یې په دغه هیواد کې د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ په اسنادو او د افغانستان په پاسپورټونو اوسیدل او پاتې شاوخوا دوه میلیونه یې پرته د هرډول قانوني اسنادو په دغه هیواد کې دیره و. 'یو این اچ سي ار' ویلي، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ د میاشتې وروسته هم په سلګونو زره افغان مهاجرین ایران ته کډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG