د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پناه غوښتونکي له فرانسې څخه بریتانیا ته تګ 'مرګ سره لوبه' بولي


نږدې هره ورځ په لسګونو افغان کډوال او کورنۍ هڅه کوي چې د فرانسې د بندري ښار کالې څخه د سمندر له خطرناکې لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي.

په کالې کې بندر ته نږدې په سوړ ژمي کې، دا افغان کډوال په خیمو کې پدې تمه اوسيږي چې په یو مناسب فرصت کې په غیرقانوني ډول په کښتیو کې بریتانیې ته واوړي.

دغو کډوالو ته د ځایي خیریه موسسو له لورې خواړه او د څښلو اوبه برابریږي. ځينې کډوال وايي، له څو میاشتو راهیسې په همدې خیمو کې پاتې دي.

د دوی زیاتره برخه هغه ځوانان دي چې د افغانستان څخه په غیرقانوني ډول راغلي او پر فرانسې سربېره یې د اروپا په مختلفو هېوادونو کې د ګوتو نښانې اخیستل شوي چې اوس پرې د "دوبلین" قانون پلی کېږي.

په اروپا کې د دوبلین د مقرراتو له مخې هر پناه غوښتونکی چې د اروپایي ټولنې په کوم غړي هیواد کې لومړی د پناه غوښتنه وکړي، نو باید په هماغه هېواد کې پاتې شي.

خو افغان کډوال وایي چې په هغه هېوادونو کې پرې په زوره ګوتې لګول شوي او له همدې امله یې اوس له فرانسې څخه بریتانیې ته د رسېدو په خاطر دغه مرګونې لاره انتخاب کړې ده.

افغان کډوال احمد رضا وویل: "دلته چې انټرویو کله درنه اخلي، تاته د ترک کیدو خط درکوي او درته وایي چې له دې هېواده ووځه. ښه زه له دې هیواده ووتم او بیرته راته وایي چې دغه تورې اوبه خو د مرګ تورې اوبه دي. کله چې ښه پوهیږې او بیا زما له ژوند سره لوبې کوې، ځکه ما مجبوروې چې زه په دې اوبو تیر شم."

بل کډوال، روح الله دوه میاشتې په دغه سېمه کې تر خیمې لاندې تیرې کړي او څو میاشتې یې له افغانستان څخه تر فرانسې په را رسېدلو کې تیري شوي.

ورح الله (منځنی) وايي له افغانستان څخه فرانسې ته پر لاره یې لاس مات شوی او په مات لاس یې څو ځله بریتانیا ته د اوښتو هڅه کړې ده.
ورح الله (منځنی) وايي له افغانستان څخه فرانسې ته پر لاره یې لاس مات شوی او په مات لاس یې څو ځله بریتانیا ته د اوښتو هڅه کړې ده.

د هغه یو لاس چې د لارې په اوږدو کې په هنګري کې مات شوی، د نه درملنې له وجې لا هم د هغه په غاړه کې پروت دی او د غوښې زیاتره برخه یې شنه شوې ده.

روح الله وویل: "له هغه وخته چې موږ له افغانستان څخه حرکت راکړی دی، له پاکستان بیا ایران او ترکیې ته راځو او تر اتریش راځو، نو ډېر تکلیفونه مو تیر کړل هم ما او هم نورو افغانانو"

روح الله په ژوبل لاس څو ځله د اوبو له لارې بریتانیې ته د رسېدو ناکامه هڅه کړې ده.

هغه زیاته کړه: "څو ځلې تللي یو خو بیرته را وګرځېدو، اوبه خرابې وي او یا بله ستونزه وي. کله چې اوبو ته داخلېږو نو پولیس مو نه پرېږدي او نیسي مو. وضعیت ډېر خراب دی. د مرګ سره لوبې دي او موږ پرې ور روان یو."

XS
SM
MD
LG