د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو حکومت پاکستان کې د پولیسو له خوا افغان کډوالو سره ناسم چلندغندلی


ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان په ځینو ښارونو په ځانګړي ډول کراچۍ کې د افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو چلند غندلی او ددغه هیواد څخه یې ژر ددغو اقداماتو د بندیدو غوښتنه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ نومبر۱۹ ( لړم ۱۹) په اعلامیه کې ویلي چې له څه مودې راهيسې، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو، افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو، په ځانګړې توګه په سند ولایت کې د افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له خوا ناوړه چلند کیږي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپلو هېوادوالو ځورول او ورته ستونزې جوړول غندي او له پاکستاني حکومت څخه يې په کلکه د مخنیوي او بیا نه تکرار غوښتنه کوي.

اعلامیه وايي " پاکستان د افغانستان یو نژدې او داسې ګاونډی هیواد دی چې دواړه ولسونه یې د اسلامي ورورګلوۍ او ګډ کلتور ترڅنګ ګڼ نور نه بېلېدونکي مشترکات لري. دغه راز په پاکستان کې سلګونه زره افغان مهاجرین میشت دي او هلته نه يوازې خپل غیر سیاسي ژوند کوي، بلکې د کوربه هیواد په ابادۍ او اقتصادي وده کې یې هم پام وړ رول لرلی دی."

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ددغو ستونزو د حل لپاره یې په پاکستان کي د خپل سفارت او قونسلګریو له لارې په پرلپسې توګه هڅې کړي خو ددغه وزارت د وینا پر اساس " له بده مرغه " د غوښتنو سره سره دا ستونزه حل شوې نه ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه وزارت تل د دیپلوماتیکو لارو د پاکستان په چارواکو غږ کړی چې د افغان مهاجرینو د حقونو درناوي ته ژمن پاتي شي، هلته له تلونکو او میشتو افغانانو سره د ناوړه چلند څخه پولیس منع کړي او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه د افغانانو ښه کوربه‌توب وکړي.

پاکستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت دغو څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې پاکستاني پولیسو پدې تیرو څو ورځو کې په بیلابیلو ښارونو په ځانګړي ډول د کراچۍ په ښار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له زرو څخه زیات افغان کډوال نیولي او په زندان کې یې اچولي دي.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي هم تیره ورځ په یوه اعلامیه کې افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو چلند غندلی او د پاکستان له حکومت یې غوښتي، چې د یو ښه ګاوندي په توګه افغان دې کډوالو سره د کډوالۍ نړیوالو قوانینو او بشري حقوقو په رڼا کې چلند وکړي.

پخواني جمهور رئیس د ملګروملتونو او نورونړیوالو سازمانونو څخه هم غوښتي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ژوند ښه شرایطو برابرولو او د هغوی د حقوقو د دفاع لپاره جدي هڅې وکړي.

اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا درې میلیون افغان کډوال ژوند کوي، چې یو زیات شمیر یې په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو پرته اوسیږي.

د نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې افغانستان کې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د سیاسي بدلون وروسته نږدې ۲۵۰ زره افغانان پاکستان ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG