د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د پاکستان له زندانونو څخه لسګونه بندي افغان کډوال ازاد شول


د کراچۍ له زندانونو څخه ازاد شوي افغان بندیان
د کراچۍ له زندانونو څخه ازاد شوي افغان بندیان

له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو د ناوړه چلند په اړه د شکایتونو زیاتېدو سره هم مهاله، په پاکستان کې د افغانستان سفارت د کراچۍ له زندانونو څخه د ۳۰ تنو افغان کډوالو د را خلاصولو خبر ورکړی دی.

په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت د سې شنبې په ورځ نومبر اتمه (لړم ۱۷) ویلي چې یاد افغان کډوال د تیرې شنبې په ورځ په کراچۍ کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ په هڅو را خوشي شول.

په بیان کې ویل شوي چې دغه کډوال د پاکستاني پولیسو لخوا د قانوني اسنادو د نه درلودو له امله نیول شوي و.

په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت جنرال قونسلګرۍ هم پدې اړه پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: "زمونږ ۳۰ تنه هیوادوال چې د قانونی اسنادونو د نه لرولو په تور د پولیسو له لورې نیول سوي او بندیان سوي وو. بالاخره د شنبې په ورځ نیټه د کراچۍ له زندانونو څخه خوشې او هیواد ته ولیږدول شول."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د کراچۍ په زندان کې د ۳۰۰ افغان کډوالو د بندي کېدو خبر ورکړل شوی و. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل د سپټمبر ۱۰ (وږې ۱۹) ویلي و چې د یادو بندیانو د راخوشي کولو په اړه هڅې پيل شوي دي.

د پاکستان د کراچۍ له زندان څخه پر داسې مهال د افغان بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکول کیږي چې په دې وروستیو په هغه هیواد کې مېشتو افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو د ناوړه چلند زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د دغو اندېښنو په دوام تېره ورځ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستاني رسنیو له قوله د هغه هیواد د سند ایالت په زندانونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۱۰۰ افغانانو د بندي کېدو خبر ورکړ.

د ښاغلي کرزي پر رسمي فیسبوک پاڼه خپره شوې اعلامیه کې نوموړي له افغان کډوالو سره د پاکستان حکومت د چلند په اړه اندېښنه ښودلې او له هیواد څخه یې غوښتي چې له مېشتو افغان کډوالو سره د کډوالۍ نړیوالو قوانینو او بشري حقوقو په رڼا کې چلند وکړي.

پخواني افغان ولسمشر له نړیوالو بشري سازمانونو څخه هم غوښتي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ژوند ښه شرایطو برابرولو او د هغوی د حقوقو د دفاع لپاره جدي هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې یو شمېر مېشت افغان کډوال د پاکستاني پولیسو د ازار او زورولو په اړه شکایت کوي او وايي چې زیات وخت ورڅخه پيسې اخلي.

اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا درې میلیون افغان کډوال ژوند کوي، ویل کیږي هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نلري ورسره ناوړه چلند کیږي.

XS
SM
MD
LG