د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان پاکستان ته: د افغان کډوالو پر وړاندې له زغم کار واخلئ


پاکستان د تېر ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د "بې اسناده بهرنیانو" د شړلو لومړی پړاو پیل کړ چې په ترڅ کې یې په پاکستان کې د میشتو د کډوالۍ د اسنادو د نه لرونکو ۱.۴ میلیونوافغانانو له ډلې څخه ۵۲۵ زره یې افغانستان ته ستانه شوي دي.
پاکستان د تېر ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د "بې اسناده بهرنیانو" د شړلو لومړی پړاو پیل کړ چې په ترڅ کې یې په پاکستان کې د میشتو د کډوالۍ د اسنادو د نه لرونکو ۱.۴ میلیونوافغانانو له ډلې څخه ۵۲۵ زره یې افغانستان ته ستانه شوي دي.

وروسته له هغه چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنولو د دویم پړاو د پیل کیدو په اړه یو شمېر راپورونه خپاره شول په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو له اسلام آباد څخه وغوښتل، چې د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په اړه یوه اړخیزه پریکړه ونه کړي او هغوی (افغان کډوال) باید "و نه ځورول شي".

د کابل او اسلام آباد ترمنځ د امنیتي موضوعاتو پر سر د اړیکو د ترینګلتیا وروسته، د پاکستان مخکنیې حکومت، تیرکال د بې اسنادو کډوالو د ستنیدو یا نیول کېدو امر وکړ، چې پدې لړ کې تر نیم میلیون زیات افغانان له هغه هېواد څخه افغانستان ته ستانه کړای شول.

اسلام آباد په پیل کې د افغان کډوالو د ستنولو لپاره د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشت د وروستۍ نېټې په توګه ټاکلې وه،‌ خو رسمي سرچینو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د مارچ په میاشت کې د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل، چې د کډوالو د ستنولو د دویم پړاو وړاندې، چې په پام کې ده د روژې میاشتې وروسته پیل شي،‌ پاکستان د افغانانو په ګډون په دغه هېواد کې د هغو کډوالو په اړه چې په قانوني توګه هلته اوسیږي، معلومات راټولوي.‌

بلخوا پاکستاني چارواکو ویلي چې د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې، خو د طالبانو حکومت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال، عبدالرحمن راشد په کابل کې له یو لوړ پوړي پاکستاني ډپلوماټ سره په لیدنه کې، له اسلام آباد‌ څخه د زغم غوښتنه کړې ده.

د یاد وزارت لخوا په یوې خبرپاڼې کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد په حواله ویل شوي، چې د مهاجرینو موضوع دوه اړخیزه موضوع ده او د دوی په اړه پرېکړې هم باید د دواړو هېوادونو په تفاهم سره وشي او د یو ګډ میکانیزم رامنځته کولو پورې دوی ونه ځورول شي.

د طالبانو چارواکو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د واک د بیا تر لاسه کولو وروسته، له افغانانو غوښتي چې هېواد ته ستانه شي. دوی همداراز د پاکستان هغه کړنې هم غندلې چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د اړیکو د ترینګلتیا له امله،‌ پاکستان کې میشتو افغان کډوال ځورول کیږي. طالبانو د پاکستان څخه همدارنګه غوښتې چې هلته میشتو افغان کډوالو ته، افغانستان ته د بیرته راستنیدو په موخه باید نور وخت ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیرنو له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۲.۱۸ میلیون افغان کډوال د کډوالۍ قانوني اسناد لري چې ددې له ډلې ۱.۳ میلیونه یې د "پي او ار" ثبت شوي کارتونه او له ۸۸۰ زرو څخه زیات نور د موقتي اوسیدانې " اې سي سي" کارتونه لري.

د کډوالو ادارې وايي، د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، د ۶۰۰ زرو څخه تر ۸۰۰ زرو په شاوخوا کې نورو افغانانو هم پاکستان ته کډه کړې ده چې که څه هم یو شمیر یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري خو د ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.

ددې دمخه د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو د دویم پړاو د بهیر د بندیدو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د امنیت د خوندي کیدو غوښته کړې وه.

دغه سازمان د پاکستان نوي حکومت ته په خطاب کې ویلي: " د افغان کډوالو ځپل او ځورول سمدستي بند کړئ او د کډوالو د ایستلو پریکړه نړیوالو حقوقي تعهداتو ته د پاکستان د ژمنې پر اساس د هغې له ډلې د بیرته ستنیدلو د اصل له مخې لغوه کړئ".

همداشان د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه غوښتي چې د ګواښ لاندې ټول کډوال د نه ستنولو د اصل پراساس د پاکستان د ژمنو له مخې ملاتړ وکړي او ټولې افغان میرمنې او نجونې چې د ځورولو د ګواښ سره د مخ کیدو له امله یې له افغانستان څخه کډه کوي د هغوی د جنسیت پر اساس د کډوالو د ۱۹۵۱ کنوانسیون او د ۱۹۶۷ پروتوکول له مخې د کډوال په توګه په پام کې ونیسي.

پاکستان د تېر ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د "بې اسناده بهرنیانو" د شړلو لومړی پړاو پیل کړ چې په ترڅ کې یې په پاکستان کې د میشتو د کډوالۍ د اسنادو د نه لرونکو ۱.۴ میلیونوافغانانو له ډلې څخه ۵۲۵ زره یې افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستان د افغان کډوالو د ستنولو دویم پړاو د پیلیدو لپاره په داسې حال کې ترتیبات نیسي چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG