د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بندیدل غواړي


د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د اسلام اباد له خوا د افغان کډوالو د ایستلو پروګرام د ډیرو افغانانو ژوند د ګواښ سره مخامخ کوي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۵ (وري ۶) خبر ورکړ چې محلي چارواکو او اړوندو ادارو ته امر شوی چې د کډوالۍ د موقتي اوسیدلو کارت (اې سي سي) لرونکو افغانانو د اوسېدو ځایونه معلوم کړي.

د چارواکو په حواله ټاکل شوې چې د کډوالو د ستنولو دا پړاو د اوړي په موسم کې پیل شي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د کډوالۍ د موقت کارت لرونکو د سروې له بشپړېدو سره ښايي دغو کډوالو ته له پاکستان څخه په خپله خوښه د وتلو دپاره د یوې میاشتې مهلت اعلان شي.

د بخښنې نړیوال سازمان د دوشنبې د ورځې ناوخته مارچ ۲۵( حمل شپږم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په دې اړه لیکلي: "د بخښنې نړیوال سازمان د نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د بیا میشت کیدو د غوښتنلیکونو د دوسیو څیړل دې چټک کړي. پاکستان حکومت باید په ډله ییز ډول د افغان کډوالو شړل بند کړي اود کډوالو له حقونو څخه د نړیوالو قوانینو پر اساس ساتنه وکړي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیرنو له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۲.۱۸ میلیون افغان کډوال د کډوالۍ قانوني اسناد لري چې ددې له ډلې ۱.۳ میلیونه یې د " پي او ار" ثبت شوي کارتونه او له ۸۸۰ زرو څخه زیات نور د موقي اوسیدانې " اې سي سي" کارتونه لري.

د کډوالو ادارې وايي، د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، د ۶۰۰ زرو څخه تر ۸۰۰ زرو په شاوخوا کې نورو افغانانو هم پاکستان ته کډه کړې ده چې که څه هم یو شمیر یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري خو د ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.

پاکستان د تېر ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د "بې اسناده بهرنیانو" د شړلو لومړی پړاو پیل کړ چې په ترڅ کې یې په پاکستان کې د میشتو د کډوالۍ د اسنادو د نه لرونکو ۱.۴ میلیونوافغانانو له ډلې څخه څه باندې ۵۰۰ زره افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستان د افغان کډوالو د ستنولو دوهم پړاو د پیلیدو لپاره په داسې حال کې ترتیبات نیسي چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG