د لاس رسي وړ اتصالات

آی او ایم: د پاکستان څخه د ۵۲۵ زرو ستنو شویو افغان کډوالو ۸۰ ٪ یې ښځې او ماشومان دي


عکس: ارشیف- د پاکستان څخه افغانستان ته ستنیدونکي کډوال
عکس: ارشیف- د پاکستان څخه افغانستان ته ستنیدونکي کډوال

د مهاجرت نړیوال سازمان وايي د تیر کال نومبر د میاشتې راهیسې چې پاکستان د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو ایستلو بهیر پیل کړی د روان ۲۰۲۴ کال فبرورۍ د میاشتې تر ۲۴ ورځې پورې شاوخوا ۵۲۵ زره افغان کډوال چې اکریث یې د قانوني اسنادو نلرونکي کډوال وو د تورخم او سپین بودلک په لارو خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۱ ( حمل دوییم) په یو راپور کې ویلي چې اوس مهال د پاکستان څخه د ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو بهیر د تیر۲۰۲۳ کال د افغان کډوالو د ستنیدلو د بحران وړاندې حالت ته ګرځیدلی دی.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي: " د پاکستان د حکومت له خوا د غیرقانوني کډوالو د ایستلو د فرمان وروسته د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې راهیسې د دغه هیواد څخه په سلګونو زره افغانان جبري ستنیدو ته اړ شوي. د مهاجرت نړیوال سازمان د شمیرنو له مخې ددغو زیانمن شویو افغانانو ۸۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي".

د مهاجرت نړیوال سازمان د رسنیو د راپورونو پر اساس ویلي چې تمه ده پاکستان به بله میاشت (اپریل) کې له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو دوییم پړاو بهیر پیل کړي.

په دې راپور کې ویل شوي: " اکثرو ستنو شویو کډوالو خپل وسایل او سامانونه او سپما په پاکستان کې پریښي دي. ډیر زیات ستانه شوي کډوال د کړاونو سره مخ دي او په بیړني ډول په سرحد او خپلو ستنیدونکو سیمو کې ملاتړ ته اړتیا لري".

د مهاجرت نړیوال سازمان په دې راپور کې د سیمین په نوم د یوې ستنې شوې ۲۸ کلنې افغان کډوالې او د هغې د کورنۍ د غړو کیسه کړې چې دغه سازمان ته یې ویلي دي چې په افغانستان کې د جګړو څخه پاکستان ته په دغه هیواد کې د یو نوي ژوند د پیلیدو لپاره کډه شوې وه.

د سیمین ژوند هغه مهال په ناڅاپي ډول بدل شو چې کله د پاکستان حکومت له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو لپاره وروستۍ نیټه اعلان کړه.

میرمن سیمین ویلي: "زه مجبوره شوم چې افغانستان ته ستنه شم، خو دا ستنیدل غیر متوقع ګواښونو سره مل وو. زه خپل ولایت ته ستنیدلو ته ډاډه نه وم چې ستنه شم ځکه چې زه د ځینو کورنیو شخړو په اړه ډاریدم چې دغه کار خپل کورته زما د راستنیدلو سفر د ناڅرګندتیا او د ویرې د اندیښنو څخه ډک کړی وو".

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې سیمین او د هغه دوه لوڼې په افغانستان کې بې کورۍ، د کورنۍ د ملاتړ نشتون، اقتصادي ستونزو او د یو ناڅرګند راتلوونکی سره مخ دي.

دغه سازمان ویلي چې اکثره ستنیدونکي دا ګڼي چې د هغه حالت څخه لا په ناسم او بد حالت کې دي کله چې هغوی له افغانستان څخه پاکستان ته کډه کوله اود کور خپل وسایل یې پلورلي و او د خپل سفر لپاره یې پور اخیستی وو.

دغه سازمان ویلي چې د روان کال د فبرورۍ تر میاشتې یې په تورخم او سپین بولدک سرحدي سیمو کې ستنو شویو ۴۱۸ زره کډوالو د ستنیدلو وروسته بشري مرستې برابرې کړي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان د ستنو شویو افغان کډوالو د وضعیت په اړه دا راپور په داسې حال کې خپور کړی چې سه شنبه مارچ ۱۹ (کب ۲۹) د فرانس پریس خبري اژانس ته د خیبر پښتونخوا حکومت یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې پاکستاني پوځي ادارو ورته خبر ورکړی چې په دې هیواد کې په غیر قانوني توګه د میشتو افغان کډوالو د ایستلو د دویم پړاو لړۍ به د روژې میاشتې پای ته رسیدو څخه وروسته پیل شي.

دې چارواکي همدارنګه ویلي چې پوځ د دویم پړاو څرنګوالي په هکله څه ندي ویلي.


په پیښور کې د پولیسو یو جګپوړي چارواکي هم ویلي چې د کوچني اختر وروسته به د هغو افغان کډوالو ایستلو لړۍ پیل شي چې پدې هیواد کې د اوسیدو لپاره قانوني اسناد ونلري.

دې چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، " د خیبر پښتونخوا پولیسو ته هدایت ورکړل شوی چې معلومه کړي غیر قانوني افغان کډوال چیرته پراته دي".

د پاکستان فدرالي حکومت تر اوسه د افغان کډوالو ایستلو په هکله ځانګړي هدایات ندي ورکړي خو تر دې وړاندې په لومړۍ پړاو کې یې د تیر کال نومبر میاشتې پورې افغان کډوالو ته مهلت ورکړی و چې پخپلې خوښې کډې بار کړي او دا خبرداری یې هم ورکړی چې د مهلت پای ته رسیدو وروسته به ونیول شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG