د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د طالبانو ځانګړې هدیره؛ د وژل شویو جنګیالیو کورنۍ مرسته غواړي


د خوست په صبریو کې طالبانو هغه ځانګړې هدیره تازه رغولې ده چې ددې ډلې د شاوخوا ۴۰۰ داخلي او بهرنيو جنګیاليو مړي پکې د تېرو شلو کلونو په جګړه کې ښخ شوي دي.

ځايي خلکو امریکا غږ ته وویل چې په دې هدیره کې د جمهوري نظام حکومتي عسکر څه چې د عامو خلکو مړي هم نه پرېښودل کېدل.

خو اوس دغلته د تېر حکومت او بهرنیانو پر ضد جګړه کې د وژل شویو طالبانو د کورنیو غړي وايي قرباني یې ورکړه، خو اوس حکومت له پامه غورځولي دي.

ددې سیمې اوسېدونکی نایاب خان وايي درې د تره زامن یې دلته ښخ دي. هغه چې د خپل وژل شوي تره زوی ماشومان یې د پلار قبر ته راوستلي، وویل: "د امارت نه مې غوښتنه ده چې باید ددې یتیمانو تربیه وشي، پوښتنه او پالنه یې وشي."

نایاب خان غوښتنه کوي چې اوسنی حکومت دې دغلته تعلیمي، روغتیايي او د بیا روغونې اړخونو ته پام وکړي، چې لږ تر لږه د ماشومانو راتلونکی یې ښه شي.

سعید الدین خان، په هدیره کې د ښخ، وژل شوي طالب ورور، همدا غوښتنه کوي د ورور یتیم ماشومان یې مکتب ته ضرورت لري چې بې تعلیمه پاتې نشي.

د صبریو په ولسوالۍ کې د جمهوري نظام د وژل شویو عسکرو عزیزان هم له طالبانو د مرستې غوښتنه کوي. دوی وايي، تېر که هر څه وو، خو اوسني واکمن دې ټولو یتیمانو ته یو شان پام وکړي.

نایاب خان وايي درې د تره زامن یې دلته ښخ دي. هغه د خپل یو وژل شوي تره زوی ماشومان د خپل پلار قبر ته راوستي.
نایاب خان وايي درې د تره زامن یې دلته ښخ دي. هغه د خپل یو وژل شوي تره زوی ماشومان د خپل پلار قبر ته راوستي.

عثمان چې ورور یې څو کاله مخکې په پولیسو کې د دندې پر مهال په جګړه کې وژل شوی، وايي: "موږ غواړو چې راسره کمک وشي. یتیمانو ته باید پام وشي، هغه که د طالبانو دي او یا نور دي، باید ټولو ته په یوه سترګه وکتل شي."

جګړه که هر خواته وشوه خو د وژل شویو کسانو د اولادونو درد یې یو دی او ټول یې لږ تر لږه تعلیم او په خېټه مړېدل غواړي. خو افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی.

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې دا اوس په افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي او د همدې روان کال لپاره یې د ۴.۶ میلیارده ډالرو مرسته غوښتې ده.

XS
SM
MD
LG