د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان په خوارځواکۍ د سلګونو زره افغان ماشومانو د اخته کېدو خبرداری ورکړ


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د خوارځواکۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي‌چې په روان ۲۰۲۳ کال کې به په دغه هیواد کې ۸۷۵زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ [سو‌ء تغذیه] سره مخامخ شي.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ فبرورۍ اوومه (سلواغې ۱۸) ویلي چې له دغه ډلې څخه په خوارځواکۍ اخته کېدونکي ۱۲۵زره ماشومان به، جانبي عوارض ولري.

د دغه سازمان د معلوماتو په اساس په پام کې ده چې په افغانستان کې ۲.۳ میلیون ماشومان په سختې او متوسطې خوارځواکۍ اخته شي. د بیان له مخې ۸۴۰زره میندواره مېرمنې چې ماشومانو ته شیدې ورکوې هم له دغه ناروغۍ څخه اغېزمنې شي.

په دې وروستیو کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې په افغانستان کې خوارځواکۍ زیاته شوې او ددغه هیواد نیمايي وګړي به د کال په اوږدو کې لوږه تجربه کړي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د مرستو بندېدو او اقتصادي بندیزونو سره هم مهاله د فقر او بېکارۍ کچه لوړه شوې چې له امله یې په میلیونونو وګړي له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

په کابل کې د روغتیا نړیوال سازمان ویاند فلیپ ګراپ ویلي: "د افغانستان نیمايي وګړي د فصل په نظر کې نیولو پرته د کال په اوږدو کې له سختې لوږې سره مخامخ وي،په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده."

دا په داسې حال کې ده چې د بې پولې ډاکترانو ټولنه (MSF) ویلي چې، ناوړه روغتیايي سیستم، فقر، بېوزلۍ او د ښځو په وړاندې محدودیتونو افغانان له اساسي روغتیايي خدماتو څخه محروم کړي دي.

د بې پولې ډاکترانو ټولنې د دوشنبې په ورځ فبرورۍ شپږمه (سلواغې ۱۷) اوږد مهاله بشري بحران او خراب اقتصادي وضعیت په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو په وړاندې د دایمي خنډونو په توګه یاد کړي دي.

د راپور له مخې د یادې سروې ۹۵.۵ سلنه ګډونوالو ورته ویلي چې د پیسو او عایداتو د نشتوالي امله روغتیايي خدماتو ته لاس نلري چې په خبره یې دغه شمېر نسبت ۲۰۲۱ میلادي کال ته ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

یادې ټولنه همدارنګه زیاتوي چې د دغه سروې ۹۵ سلنه ګډونوالو ورته ویلي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د خوړو پیدا کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې کله ناکله افغان مېرمنې له دومره سختې خوارځواکۍ سره مخ کیږي چې حتا خپل ماشوم ته د شیدو ورکولو توان هم نلري. د سرچینې په وینا ځينې افغان مېرمنې خپلو نوو زېږېدونکو ماشومانو ته په بوتلونو کې چای ورکوي چې په خبره یې دا ډېرې ناوړه پایلې لري.

د بې پولې ډاکترانو ټولنې په افغانستان کې روغتیايي خدماتو ته د لاس رسي په وړاندې د خنډونو لیري کولو په هدف له نړیوالې ټولنې او سیمه ییزو چارواکو څخه غوښتي چې په دغه هیواد کې د روغتیايي خدماتو تر سره کېدو ته توجه وکړي.

XS
SM
MD
LG