د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیون کسان له سختې لوږې سره مخامخ دي


د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې اوس مهال، په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیون کسان له سختې لوږې سره مخامخ دي چې له دې جملې څخه شپږ میلیون کسان یې تقریبآ په قحطۍ کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د یکشنبې په ورځ ناوخته مارچ ۱۲ (کب ۲۱) په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی او له نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي چې په دغه وضعیت کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ودریږي.

اوچا په خپل تازه راپور کې زیاته کړې چې هغوی په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د ۲۳.۷ میلیون اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره ۴.۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان په وینا، ټاکل شوې سږ کال په دغه هیواد کې ۸۷۵زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ، ۲.۳ میلیون ماشومان له متوسطې خوارځواکۍ او ۸۴۰زره امیندواره ښځې چې ماشومان ته شیدې ورکوي له خوارځواکۍ سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې خبرداری ورکړی که افغانستان د درېیم کال لپاره له وچکالۍ سره مخامخ شي، په خوارځواکۍ اخته ناروغانو شمېر به پکې ۲۰سلنه زیات شي. د اوچا په خبره افغانستان د دریم کال لپاره له وچکالۍ او دوهم کال لپاره د اقتصادي زوال سره مخامخ کېدونکی دی.

په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران په زیاتوالي سره په دغه هیواد کې د ۸۰ سلنه کورنیو عواید کم شوي او نړیوالو بنسټونو په تیر میلادي کال کې له ستونزو سره سره په دغه هیواد کې څه باندې ۲۶ میلیون کسانو ته رسیدګي کړې ده.

ملګرو ملتونو د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د طالبانو حکومت لخوا پر ښځو او نجونو د محدودیتونو له امله په افغانستان کې د بشري مرستو رسونې بهیر کې کموالی راغلی، خو زیاته کړې ده چې دوی هڅه کوي چې میلیونونو کسانو ته مرستې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې په غیر دولتي موسسو کې د ښځینه کار کوونکو پر کار بندیز اعلان کړ چې په داخل او بهر کې پراخ غبرګونونه وپارول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د مارچ ۸ (کب ۱۷) خبرداری ورکړ چې د ښځو په وړاندې به د طالبانو د حکومت ځپونکي اقدامات ښایي د بشري او نقدي مرستو د کموالي لامل شي.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې زیاته کړه چې د وړو بنسټیزو پروژو لپاره د بودیجې د برابریدو په اړه بحثونه هم د طالبانو د محدودیتونو له امله ځنډیدلي دي.

XS
SM
MD
LG