د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت لا د چین غونډه کې د "ګډون په اړه پرېکړه نه ده" کړې


دغه غونډې ته طالبان هم بلل شوي دي
دغه غونډې ته طالبان هم بلل شوي دي

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي بېجینګ د افغان سولې د بهیر ننګه کوي او غواړي چې په دغه برخه کې مرسته وکړي.

چین د طالب استازو په ګډون یو شمېر افغان سیاستوال وربللي دي چې د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې او په دغه هېواد کې له لسیزو راهېسې روانه جګړه ختمه کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده هوا چونینګ د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۲۳) وویل: "چین د افغان حکومت او طالبانو په ګډون د افغان ډلو ترمنځ د مذاکراتو ننګه کوي. موږ لیواله یو چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې پروسې ته د ټولو افغانانو ارادو ته په درناوي زمینه برابره کړو. که په دې هکله څه وي موږ به یې پر وخت اعلان کړو."

د افغان حکومت دریځ

په همدې حال کې ​د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي د چین د کنفرانس د جزئیاتو په اړه یې له هغه هېواد سره خبرې پیل کړي دي.

د دغه وزارت ویاندې ناجیه انوري نن چهارشنبه د اکتوبر پر ۲۳مه ویلي:"په هغه صورت کې چې د منلو وړ معیارونه یې په پام کې نیولي وي په دغه پروګرام کې د ګډون په اړه به تصمیم ونیسو."

اغلې انوري په دغه کنفرانس کې پر ټول شمولیت او د افغان دولت پر مرکزي رول ټینکار وکړ. نوموړي زیاته کړه، چې افغان دولت سولې ته د رسېدو په هدف د افغانانو ترمنځ د هر ډول ډیالوګ هرکلی کوي.

طالبان او افغان سیاستوال بلل شوي

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو طالب پلاوی د چین په کوربتوب د افغان سولې په اړه جوړېدونکي غونډې ته بلل شوی دی.

طالبان وايي دا غونډه د دوحې او مسکو د غونډو لړۍ ده، چې ټول اړخونه پکې په شخصي توګه ګډون کوي او شخصي نظرونه وړاندې کوي.

یوې سرچینې د سې شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې په چین کې په کیدونکي بین الافغاني غونډه کې به شاوخوا ۲۵ افغان سیاستوال ګډون وکړي.

د سرچیني په وینا دغه دوه ورځنۍ غونډه چې د اکتوبر پر ۲۹مه او ۳۰مه تر سره کېږي، د چین د بهرنیو چارو د وزیر په ینا سره به پیل شي.

د پخوانیو مجاهدینو یوه قوماندان محمد اسماعیل خان هم امریکا غږ ته وویل، چې دی هم د چین غونډې ته بلل شوی.

دا په داسې حال کې ده، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر دوه میاشتنۍ وفقې وروسته روانه یکشنبه یو ځل بیا اروپايي هېوادونو، چین او روسیې ته د افغان سولې په اړه سفرونه پيل کړي دي.

د افغان حکومت ویاند صدیق صدیقي تېره ورځ د ښاغلي خلیلزاد تازه سفر ته په غبرګون کې وویل، چې د افغان سولې په اړه روانې هڅې یوازې هغه وخت بریالۍ کېدایشي چې دغه بهیر د افغان دولت په رهبرۍ تر سره شي.

XS
SM
MD
LG