د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو څار سازمان: افغانان د طالبانو د 'ظلمونو او نړیوالو' د بې تفاوتۍ قربانیان دي


بشري حقونو د څار سازمان وایي په تیر یو کال کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، د میرمنو او بشري حقونو په برخې کې یې ډیرې کړې ژمنې ماتې کړي.

دې سازمان نن پنجشنبه اګست ۱۱ (زمري۲۰) په راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵مې راهیسې طالبانو په میرمنو او نجونو جدي محدودیتونه وضع کړي، مطبوعات یې ځپلي، هغوي چې پدې ډلې انتقاد کوي او یا یې دا ډله خپل مخالفین بولي، پخپل سري توګه نیول شوي، شکنجه شوي او یا اعدام شویدي.
.
په راپور کې ویل شوي چې څه باندې ۹۰ په سلو کې افغانان تقریباً یو کال کیږي چې کافي خواړه نلري او په میلونونو ماشومان د همدې خوراکي موادو د کمښت له کبله سوی تغذي شویدي.

پدې سازمان کې د افغانستان د څانګې څیړونکې فرشته عباسي وایي افغانان "د طالبانو په ظلم او د نړیوالو په بې تفاوتۍ کې ژوند کوي".

میرمن عباسي همدارانګه ویلي چې که بهرني هیوادونه د طالبانو سره په فعاله توګه تعامل ونکړي او د بشري حقونو په برخې کې په هغوي سخت فشار را نه وړي، "د افغانستان راتلونکې به همداسې تته وي".


طالبان څو ورځې کم یو کال کیږي چې په افغانستان کې یې واک تر لاسه کړی خو د میرمنو او نجونو په حقونو د بندیزونو او نورو دلایلو له کبله د دې ډلې حکومت تر اوسه د نړۍ هیڅ یو هیواد یا سازمان په رسمیت ندی پيژندلی.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د طالبانو د پراخو بندیزونو او محدودیتونو له کبله افغان میرمنې او نجونې حتی د خپلو اساسي حقوقو څخه چې د بیان آزادي، ګرځیدل راګرځیدل او تعلیم دی نشي تر لاسه کولی.

په افغانستان کې لا هم تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو لپاره تړل شوي.

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د ناوړه بشري حقونو سابقې او دا چې دا ډله نه غواړي په معنی داره توګه د نړیوالو مالي ادارو سره تعامل وکاندي، لا د هغوي د منزوي کیدو سبب شي.

په راپور کې ویل شوي چې بهرني هیوادونه باید چې د افغانستان په بانکي سیستم محدودیتونه لیرې کړي چې په مشروع توګه اقتصادي فعالیت وشي او بشري مرستې خلکو ته ورسیږي خو تر څنګ یې طالبان هم نه یوازې دا چې د بشري حقونو څخه سرغړاونې بندې کړي بلکې هغوي چې دا ډول کړنې کوي، حساب کتاب ورسره وکړي.

XS
SM
MD
LG