د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د غزني د استېناف محکمې دوه غړي تښتولي ـ د محکمې رئیس


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د غزني د استېناف محکمې رئیس وايي چې وسله والو طالبانو یې دوه لوړپوړي غړي تښتولي دي.

یاد مسؤلین وايي چې طالبانو دغه کسان د میدان وردګ ولایت په مربوطاتو کې له موټر څخه ښکته کړي‌ او تښتولي‌ دي.

د غزني د استېناف محکې رئیس سکندر حیدري نن جمعه سپټمبر۱۸(وږې۲۸) امریکا غږ ته وویل چې د یادې محکمې مرستیال اسدالله رحماني او د عامه امنیت د دېوان قاضي شمس الحق شمس پرون ناوخته د طالبانو لخوا تښتول شوي دي.

هغه وویل چې دغو کسان کابل ته په لار وو چې د میدان وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې طالبانو نیولي دي.

ښاغلي حیدري وویل چې تر دا مهاله یې د طالبانو لخوا د تښتول شویو کسانو په اړه هېڅ معلومات نه دي تر لاسه کړي او برخلیک یې هم معلوم نه دی.

نوموړي د میدان وردګ له امنیتي چارواکو څخه وغوښتل چې د طالبانو له منګلو څخه د دغه کسانو په ازادولو کې مرسته وکړي.

تر دا مهاله د غزني او میدان وردګ ولایتونو امنیتي چارواکو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د غزني ولایتي شورا د کابل ـ غزني ولایت د لویې لارې امنیتي وضعیت خرابېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې د لارې په زیاتو برخو کې وسله وال طالبان حضور لري.

د ولایتي شورا رئیس نصیر احمد فقیري امریکا غږ ته وویل: "له غزني څخه نورو ولایتونو په ځانګړي ډول کابل ته د ځمکې له لارې سفر د پوځي کار کوونکو او پېژندل شویو کسانو لخوا امکان نه لري."

نوموړي له امنیتي ارګانونو د یادې لارې د امنیت ټینګولو غوښتنه کوي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG