د لاس رسي وړ اتصالات

ډیبرا لاینز: طالبانو په ښکاره د القاعده غړو ته پناه ورکړې 


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۹ (وږې اتلسمه) د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې له نړۍ څخه وغوښتل چې یو موټي شي او د افغانستان د اقتصادي رکود او ګاونډیو هیوادونو ته د طالبانو د اسلامي دولت د احتمالي تهدید د خپریدو مخه ونیسي او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

ډبرا لاینز خبرداری ورکړ چې طالبانو ‌" په ښکاره ډول د القاعده غړو ته ښه راغلاست ویلی او پناه یې ورکړی ده. د اسلامي دولت اسلامپالې فعال پاتې دي او کیدای شي پیاوړي شي."

میرمن لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، دا شورا باید د طالبانو د کابینې د لومړي وزیر او د هغه د دوو مرستیالانو او د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د هغوی د حکومت د ۳۳ غړو په اړه چې ډیری یې د ملګرو ملتونو په تور لست کې دي، پریکړه وکړي او روښانه کړي چې څه ډول اقدامات کوي.

ډیبرا لاینز وویل:"د لومړي وزیر او د لومړي وزیر د دوو مرستیالانو او د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د ۳۳ وړاندې شویو نومونو اکثریت د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لست کې دي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دې مسولې څرګنده کړه، بشري ناورین مخ په زیاتیدو دی او د مرسته کوونکو له خوا د افغانستان د میلیاردونو ډالرو شتمنیو د کنګل کیدو له امله کړکیچ د رامنځ ته کیدو په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې زیاته کړه، د شتمنیو کنګل کولی شي "ناوړه اقتصادي وضعیت رامنځ ته کړي ، په میلیونونه نور له فقر او لوږې سره مخ کړي، کډوالي زیاته کړي او هغه هیواد د نسلونو لپاره شاته واچوي."

ډیبرا لاینز زیاته کړې، په پراخه کچه د بشري مرستو د مهیا کیدو لارې باید وموندل شی او په بشپړ ډول د اقتصادي او ټولنیز نظم د ماتې د مخنیوي په هدف باید افغانستان ته د پیسو لیږد ته اجازه ورکړل شي. خو هغه زیاتوي باید تضمین واخیستلی شي څو دا ډاډ رامنځ ته شي چې طالب چارواکي له دې پیسو څخه ناوړه استفاده نه کوي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکې په داسې حال کې د طالبانو له خوا د القاعده غړو ته د پناه ورکولو خبره کوي چې له دې مخکې طالبانو ویلي، هیڅ ډلې او هیواد ته به اجازه ورنکړي‌ چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو په وړاندې کار واخلي.

XS
SM
MD
LG