د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د طالبانو 'لویه ولسي غونډه' پیل شوه


کندهار کې د طالبانو د حکومت له خوا جوړه شوې ستره غونډه
کندهار کې د طالبانو د حکومت له خوا جوړه شوې ستره غونډه

طالبانو حکومت په کندهار کې د ' سترې ولسي غونډې' ترنامه لاندې د یوې غونډې بندوبست کړی چې په کې د طالبانو د حکومت د یو شمیر لوړپوړو چارواکو سربیره په سلګونو دیني عالمانو او مخورو هم ګډون کړی دی.

د کندهار د والي ویاند حاجي زید د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۸ (زمري ۲۷) خبریالانو ته وویل چې په دې غونډه کې د افغانستان د ټولو ولایتونو څخه شاوخوا درې زره دیني عالمانو، قومي مشرانو، د مدني ټولنې فعالانو او فرهنګیانو ګډون کړی دی. دا غونډه چې لا هم روانه ده په کې هیڅ یوې ښځې هم ګډون نه دی کړی.

چارواکو ویلي، چې په دې غونډه کې به په اقتصادي،سیاسي،داخلي مشروعیت، افغانستان ته د تیر نظام د چارواکو د بلنې په هڅو او د اوسني نظام څخه د خلکو د اطاعت په اړوند مسلو خبرې او بحثونه وشي.

کندهار کې ځینو سیمه ییزو خبریالانو ویلي، چې ددغه ولایت د مرکز په دوهمه ناحیه کې د واده په یو تالار کې د دې جوړې شوې غونډې لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. طالبانو امنیتي چارواکو د دې غونډې ځای ته ټولې غځیدلې لارې د عامو خلکو پرمخ د تګ راتګ لپاره تړلي دي.

نږدې دوه میاشتې وړاندې په کابل کې ددیني عالمانو او قومي مشرانو د یوې غونډې د جوړیدو وروسته دا دوهمه لویه غونډه ده چې د طالبانو حکومت یې د خپل نظام د ملاتړ لپاره جوړوي.

کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې د جون په ۳۰ ( چنګاښ نهمه) د سختو امنیتي تدابیرو لاندې د جوړې شوې غونډې پر مهال د غونډې پر ځای توغندي وویشتل شوي وو، خو هغه مهال د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خبریالانو ته ویلي و، چې امنیتي ستونزې چا ته د سر زیان نه دی اړولی او اخلال اچوونکي د غونډې له ځایه وړاندې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي دي.

که څه هم طالبانو حکومت ویلي، چې ددغسې غونډو په جوړیدو سره غواړي چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې ټولنه په مثبت لورې روانه ده او ترڅنګ یې د مهمو مسلو په اړه د خلکو نظر هم ځان ته معلوم کړي، خو د طالبانو مخالفان د دا ډول غونډو جوړول د طالبانو له خوا په کور دننه د مشروعیت ترلاسه کولو هڅه ګڼي.

د نړیوالو اړیکو یو کارپوه رضا قاسمي امریکا غږ اشنا ته وویل، چې د تاریخ په اوږدو کې د جرګې د ناکامو حکومتونو لپاره د یومناسب سنتي وسیلې په توګه کارول شوي دي، ترڅو په دغسې غوڼدو کې په لاس وهلو سره خپلو ځانونو ته مشروعیت ترلاسه کړي.

افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو څخه یو کال په تیریدو لاهم د طالبانو حکومت کوم هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی. خو طالبان وايي، چې د نړیوالو له خوا په رسمیت پیژندلو لپاره یې ټول نړیوال معیارونه پوره کړي دي.

د طالبانو د حکومت امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر مولوي خالد حنفي د کندهار ولسي غونډې ته وویل ، چې مشروعیت نور څه ته وایي، کابل کې زرګونو عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو له 'امیرالمؤمنین' سره بیعت وکړ، لسګونه سوداګرو ورسره وکتل او ملاتړ یې اعلان کړ، نور مشروعیت څنګه وي.

همدې غونډې ته د طالبانود حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وویل، که رسمیت پیژندنه مو نه ده ترلاسه کړې، خو د افغانستان ښه استازیتوب مو کړی دی.

ښاغلي متقي وویل "افغانستان اوس د چا پر ضد نه کارول کېږي، له سیمه ییزو هېوادونو سره ښې اړیکې لرو، اقتصاد محوره سیاست مو غوره کړی، د نړۍ په تولو هیوادونو کې مو سفارتونه فعال دي او ډېرو هېوادونو ته ویزې اخیستلی شي ".

هغه زیاته کړه" له نړۍ سره مثبت تعامل غواړو، خو له دوی څخه هم دا توقع لرو،چې افغانان پریږدي چې د نورو هېوادونو په څېر د خپلې خوښې ژوند ولري، همدا ولسي مشروعیت دی چې په یوولس ورځو کې مو ټول هیواد ونیوه."

طالبانو حکومت دا غونډه په کابل کې د امریکا د پوځ د ډرون بې پیلوټه الوتکې په برید کې القاعدې د ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو د پیښې وروسته جوړه کړې ده. داسې انګیرل کیږي چې د القاعدې دډلې سره د طالبانو د حکومت اړیکې ممکن د طالبانو د رسمیت پیژندلو مسله د ځنډ سره مخ کړي.

XS
SM
MD
LG