د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې 'لویې غونډې' په لومړۍ ورځ د 'اسلامي نظام' په ملاتړ ټینګار وکړ


د طالبانو د حکومت لخوا د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه د «دیني عالمانو او قومي» مشرانو رابلل شوې غونډه نن پنجشبه جون ۳۰ (چنګاښ نهمه) پرانیستل شوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي‌ چې دا غونډه د طالبانو د رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند په وینا پیل شوه.

ددې غونډې جریان په ژوندۍ بڼه نه خپریږي او د طالبانو د حکومت ویاندویان په غونډه کې د ویناوالو د خبرو ځینې برخې په ټولنیزو رسنیو کې خپروي.

که څه هم د غونډې اجنډا لا سمه ده نه ده روښانه شوې، خو د غونډې پرانیستونکي ویناوې تر ډېره په افغانستان کې له «اسلامي نظام پر ملاتړ او ددغه نظام پیاوړتیا، د چارو پر ښه تر سره کېدو، ملي یووالي او د خپلمنځي اختلافاتو په له منځه وړلو» ور ټولي وې.

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د غونډې په پرانیستونکې وینا کې د"اسلامي امارت" پر ملاتړ ټينګار وکړ.

هغه د غونډې ګډونوالو ته وویل چې په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمېدو لپاره زیاتې قربانۍ ورکړل شوي او په خبره یې هیچا ته به ددغه نظام په وړاندې د مخالفت اجازه ورنکړي.

نوموړي زیاته کړه: "زه وایم چې اوس اسلامي نظام راغلی، د دې د تقویې له پاره باید ټول کار وکړو. اسلامي امارت په ټولو برخو کې هڅې کوي، ترڅو ټولې ناخوالې سمې شي؛ ممکن ځیني ځایونه به مشکلات وي، خو هغه چې له موږ سره شریک شي، موږ به یې د حل په برخه کې ګامونه واخلو."

د طالبانو رئیس الوزرا وویل، دیني علما او قومي مشران باید له هغو کسانو چې د اسلامي نظام مخالفت کوي پوښتنه وکړي چې،"ستاسو حيثيت څه دی؟ په کوم سبب د دغه اسلامي نظام مقابله کوئ؟"

په کابل کې د طالبانو له خوا د رابلل شوې دې غونډې مشر مولوي حبیب الله حقاني په افغانستان کې پر ملي یووالي ټینګار وکړ او د طالبانو له حکومت څخه یې وغوښتل چې د هیواد او اسلام لپاره مخلصانه خدمت وکړي.

ښاغلي حقاني همدارنګه د طالبانو د رهبر ملا هبت الله اخندزاه پر اطاعت هم ټینګار وکړ.

هغه وویل: "باید د اتحاد او یووالي له پاره نهایت زیاتې هڅې وکړو، آن تر خپلو شخصي ګټو؛ دیني، ملي او ولسي ګټې مقدمې وګڼو او د حصول له پاره یې زیار وباسو."

د یادې غونډې یو ګډونوال او د بامیان ولایت استازي مولوي سید نصرالله واعظي بیا په افغانستان کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه وکړه.

ښاغلي واعظي همدرانګه د افغانانانو پر یووالي هم ټينګار وکړ.

د افغانستان د علماو لویه غونډه چې په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې کیږي د طالبانو حکومت لخوا یې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د طالب چارواکو په وینا دغه لویه غونډه به د درې ورځو لپاره دوام وکړي او د شنبې په ورځ به پای ته ورسیږي.

د دوی په وینا دغه غونډې ته له هرې ولسوالۍ څخه دوه ـ دوه تنه دیني عالمان او یو قومي مشر او د ښارونو له هرې ناحیې څخه دوه ـ دوه قومي مشران او یو تن دیني عالم دعوت شوي دي.

کابل کې د طالبانو غونډې ته غبرګونونه:

سره لدې چې طالبانو ویلي په کابل کې رابلل شوې د علماوو غونډه یې د هیواد په حادو مسایلو د عامو خلکو د نظر اخیستو لپاره رابللې خو د طالبانو مخالفین او منتقدین بیا دا غونډه د مشروعیت ګټلو لپاره د طالبانو هڅې بولې.

د افغانستان د مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني لومړي معاون امرالله صالح د مولوي انصاري غوښتنې ته په ځانګړې اشارې چې د طالبانو د مخالفینو سر پرې کولو په هکله یې کړې، په ټویټر کې لیکلي، "دا د طالبانو په جرګې کې د حل یوه غوښتنه ده. که هغوي ښځې انسانانې ونه بولي، د (پرې کولو) لپاره ۴۰ ملیونه سرونه کیږي.

په عین حال کې د طالبانو ضد د ملي مقاومت جبهې بیا په یوې اعلامیې کې د قرآنکریم د څو آیاتونو او نبوي احادیثو سره د طالبانو دا غونډه غندلې. د اعلامیې په یوې برخې کې راغلي، "د علماوو یا د حل او عقد د اهل په نامه دا غونډه د بازیچې پرته بله څه نده. داد هیواد په علماوو ملنډې وهل دي".

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني سرپرست وزیر او د جمعیت اسلامي د یوې څانګې مشر صلاح الدین رباني دې غونډې ته په غبرګون کې په فیسبوک لیکلي چې دا یوه "سمبولیکه، فرمایشي" غونډه ده چې اجنډا یې مخکې له مخکې ټاکل شوې.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته لومړی ځل دی چې دوی په افغانستان کې د دیني عالمانو لویه غونډه جوړوي. د تیرو شاوخوا لسو میاشتو په تېرېدو سره تر دا مهاله د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

طالبان ادعا کوي چې د نړیوال مشروعیت لپاره یې ټول شرایط پوره کړي دي. د متحده ایالتونو په ګډون نړیوالې ټولنې طالبانو ته شرط ایښی چې که په رسمیت پیژندل غواړي باید په حکومت کې د افغانستان ټولو سیاسي ګوندونو، مېرمنو او مذهبي او قومي اقلیتونو ته برخه ورکړي.

د طالبانو لپاره بل شرط دا هم دی چې باید بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د کار او زده کړې حق ته درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG