د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو ستره محکمه: د ښځینه قاضیانو فعالیت ته اړتیا نشته


د طالبانو د حکومت ستره محکمه وایي چې د تیر یو کال راپدیخوا یې پدې محکمې کې د ښځینه قاضیانو کار کولو ته د اړتیا احساس ندی کړی.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو د څانګې مشر مفتي حزب الله ابراهیمي شنبه سپټمبر ۳ (وږي۱۲) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د اوس لپاره د ستونزو د حل لپاره قضایي بستونه کافي دي او داسې څه ندي پیښ شوي چې د ښځینه قاضي اړتیا پکې وي.

هغه وویل، " مونږ تر اوسه دا اړتیا نده احساس کړې او نه مو دا اړتیا درک کړې چې ګنې ښځینه قاضیانو ته اړتیا شته چې راشې او په محاکمو کې خپلې دندې پر مخ یوسي"

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو مشر زیاته کړه چې په مخکني نظام کې میرمنې په ځانګړو مواردو کې په ځینو قضیو کې حکم ورکاوه او د فقې او شرعي اصولو په هکله یې کافي معلومات نه درلودل او دا یې هم نشو کولی چې د حنفي فقې له مخې د خلکو قضیې فیصله کاندي.

د طالبانو د دې چارواکي پر وینا کومې میرمنې چې په جمهوریت کې په قضایي بستونو کې ګمارل شوې وې، ډیر شرعي معلومات یې نه درلودل او دا علم یې هم نه درلود چې د دعوې د دواړو اړخونو تر منځ چې شخړه پیدا کیږي، په شرعي توګه فیصله کړي.

ښاغلي ابراهیمي همدارنګه وویل چې حجاب یو بل دلیل دی چې تر اوسه یې په محاکمو کې د ښځینه قاضیانو د کار کولو مخه نیولې. هغه وویل چې په مخکني نظام کې میرمنو او سړیو په دفترونو کې ګډ کار کاوه او حجاب پکې نه مراعت کیده.

دې طالب چارواکي زیاته کړه چې تر اوسه داسې شرایط ندي برابر شوي چې د میرمنو لپاره د کار کولو ځای ځانګړی شي او هغوي وکړی شي خپل کارونه پکې پر مخ بوځي.

په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وړاندې شاوخوا ۳ سوه میرمنو د هیواد په قضایي ادارو کې کار کاوه چې ډیری یې د کورني تشدد، جنسي تیري، قتل او جنسي ځورونې اړوند قضیو کار کاوه.

خو د طالبانو تر راتګ وروسته دا میرمنې له دندو لیرې شوې.

د امریکا د سي ان ان تلویزوني شبکې د یو راپور له مخې یو شمیر میرمنې چې په قضایي ادارو کې یې کار کاوه د هغو زندانیانو لخوا د غچ اخیستو له ویرې چې طالبانو د زندانونو څخه خوشې کړل، پټ ژوند کوي.

د کاناډا د کډوالو د چارو وزارت څه موده وړاندې ویلي و چې د افغانستان هغه قاضیانې د کورنیو سره یو ځای مني چې په یونان کې بې سرنوشته پاتې دي.

د دې وزارت ویاند ویلي چې د دغو قاضیانو او د هغوي د کورنیو د غړیو تر څنګ به کاناډا ۲۳۰ افغانان ومني چې همجنسبازان، همجنسبازانې، دوه جنسه او د ټولنې هغه غړي دي چې د یو بل سازمان لخوا معرفي شي.

افغانه قاضۍ فرشته معصومي چې د خپلې یوې کوچنۍ لور سره د یونان په پایتخت آتن کې ژوند کوي د رویټرز خبري اژانس ته وویل، "د تیرو شلو کالونو ټولو لاسته راوړنې د سترګو په رپ کې صفر شولې".

سره لدې چې طالبانو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د شریعت له مخې د میرمنو د حقونو درناوی کوي او هم یې مخنکي حکومت ټولو مامورینو او امنیتي ځواکونو ته د "عمومي عفوې" اعلان کړی خو دا چې طالبانو پخپلې کابینې کې هیڅ یو میرمنې ته ځای ندی ورکړی او په ځینو ځایونو کې یې ښځینه مامورینو ته د کار کولو اجازه لا نده ورکړې، دې کار یو شمیر خلک ناهیلي کړي.

XS
SM
MD
LG