د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: له ترکمنستان څخه به د مایع ګازو واردات ژر پيل شي

په افغانستان کې د مایع ګازو بیو لوړېدو سره هم مهاله، د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا لومړي معاونیت له ترکمنستان څخه دغه هیواد ته د مایع ګازو واردلو د زیاتوالي خبر ورکړ.

د ریاست الوزرا لومړي معاونیت د دوشنبې په ورځ جولای ۲۵ (زمري درېیمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ډېر ژر به د اقینې، حیرتان او تورغونډۍ بندرونو ته رسېدلي مایع ګاز افغانستان ته وارد شي.

په اعلامیه کې همدرانګه ویل شوي چې د سوداګرۍ او صعنت وزارت، د نورم او سټنډرډ ملي ادارې او د نفت او ګازو دولتي شرکت د تیرې ورځې غونډه کې له ترکمنستان څخه د مایع ګازو واردوونکو شرکتونو ژمنې له هر اړخیزو بحثونو وروسته تائید کړې.

په یاده اعلامیه کې راغلي: "له ترکمنستان سره د لسګونه زره ټنه مايع ګاز د شوي قرارداد پر اساس به د مایع ګاز واردوونکي شرکتونه ډېر ژر زرګونه ټنه ګاز چې اوسمهال د افغانستان بندرونوته رارسېدلى دى؛ له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د هېواد بازارونو ته وارد کړي."

په بیان کې ویل شوي چې په دې سره به د افغانستان په بازارونو کې د مایع ګازو بیو کې د پام وړ ټيټوالی راشي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته په دغه هیواد کې د خوراکي موادو ترڅنګ، مایع ګازو او نفتي موادو بیې په بېساري توګه لوړې شوي د ي.

اوس مهال د افغانستان په بازارونو کې د یو کیلو مایع ګازو بیه شاوخوا ۹۰ افغانۍ ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا لومړي معاونیت ویلي چې ډېر ژره به لسګونه زره ټنه نور مایع ګاز هم د افغانستان بندرونو ته ورسیږي.

د عبدالقدوس په نوم د کابل ښار یو دوکاندار امریکا غږ ته وویل چې نسبت تیرې میاشتې ته د مایع ګازو بیې په هر کېلو کې ۲۰ افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.

دغه دوکاندار زیاته کړه چې دولتي بنسټونه باید بیې کنټرول کړي او سوداګرو او د نفتي موادو عمده پلورونکو ته اجازه ورنکړي چې بیې په خپله خوښه وټاکي.

د هغه په وینا په افغانستان کې تر سیاسي بدلون وروسته د مایع ګازو او و نفتي موادو د بیو لوړېدو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او په خبره یې د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې د رانیولو توان نلري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په افغانستان کې د تېلو او مایع ګاز د بیو ټيټېدو په هدف له ایران څخه هم د نژدې ۳۵۰زره ټنو نفتي موادو واردولو خبر ورکړی.

دغه وزارت د تیرې شنبې په ورځ جولای ۲۳ (زمري لومړۍ) وویل چې د دغه اندازه نفتي موادو د رانیولو قرارداد ایران ته د یو طالب پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي چې له ایران څخه به افغانستان ته د نفتي موادو واردات ژر تر ژره پيل شي او تمه یې ښودلې چې پدې سره به په افغانستان کې د تېلو او ګازو بیې ټيټي شي.

XS
SM
MD
LG