د لاس رسي وړ اتصالات

د نفتي موادو لوړې بیې؛ طالبان له ایران څخه شاوخوا ۳۵۰زره ټنه نفتي مواد واردوي


د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په افغانستان کې د تېلو او مایع ګاز د بیو ټيټېدو په هدف له ایران څخه د نژدې ۳۵۰زره ټنو نفتي موادو واردولو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت د شنبې په ورځ جولای ۲۳ (زمري لومړۍ) ویلي چې ددغه اندازه نفتي موادو د رانیولو قرارداد ایران ته د یو طالب پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې له ایران څخه به افغانستان ته د نفتي موادو واردات ژر تر ژره پيل شي او تمه یې ښودلې چې پدې سره به په افغانستان کې د تېلو او ګازو بیې ټيټي شي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اونیو کې د کابل په ګډون د افغانستان نورو ولایتونو کې د تېلو او مایع ګازو بیې په بېساري توګه لوړي شوې وې، د راپورنو له مخې د پترولو او ډېزلو په هر لېټر کې له ۲۰ څخه تر ۳۰ افغانیو زیاتوالی راغلی و.

اوس مهال د کابل په بازارونو کې د یو لېټر پترولو بیه ۹۰ افغانۍ او یو لېټر ډزلو بیه نژدې ۱۳۰ افغانۍ ته رسیږي. ګڼ شمېر افغانان په هیواد کې د نفتي موادو د بیو لوړېدو په اړه شکایتونه کوي.

د طالبانو د مالیې وزارت همدارنګه ویلي: "په دې سفر کي د افغانستان د پلاوي او ایران دولت لخوا د یو لړ همکاریو تر څنګ د G2G یا دولت په دولت قرارداد، د نفتي موادو د پایپ لاین غځولو، ګډو تصفیه خونو جوړولو او د اوږدمهاله هوکړو ترسره کولو اړوند موضوعاتو لپاره د دواړو اړخونو لخوا د یوې ګډې کمېټې پر رامنځته کېدو هم هوکړه وشوه."

د بیان له مخې د دواړه لوریو هوکړه کړې هغه افغان خصوصي شرکتونه چې په ایران کې د نفتي توکو معاملې ترسره کوي د طالبانو حکومت له لوري به په رسمي توګه ور معرفي کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اندېښنې په ښودلو سره ویلي و چې په افغانستان کې د خوراکي مواد ترڅنګ د نفتي موادو بیې هم په بېساري توګه لوړې شوي دي.

خو په اقتصادي چارو کې د طالبانو د رئیس الوزرا د لومړي مرستیال دفتر تیره میاشت وویل چې یو شمېر کړۍ په دغه هیواد کې د نفتي موادو د بیو په لوړېدو کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG