د لاس رسي وړ اتصالات

ویسټ: د کوټې طالبانو د زور له لارې د واک ترلاسه کول غوره کړل


تامس ویسټ
تامس ویسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس ویست وايي چې په قطر کې د سولې د خبرو په مهال د طالبانو دوې ډلې وې چې یوې یې په قطر کې دپلوماتیک مذاکرات مخې ته وړل او بلې یې تصمیم نیوونکې ډله وه چې د پاکستان په کوټه کې ناسته وه.

ښاغلي ویست نن چهارشنبه سپتمبر ۲۸ (تلې شپږمه) په واشنګټن ډي سي کې د نړیوالو ستراتېژیکو مطالعاتو په بنسټ کې د افغانستان د سولې د مذاکرتو څخه نیولې په دغه هېواد کې د جمهوریت تر سقوط او اوسني بشري او اقتصادي بحران پورې مسائیلو په اړه خبرې وکړې.

دغه امریکايي دپلومات د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې د ناکامۍ بېلابېل عوامل په ګوته کړل. نوموړي د افغانستان د مخکني حکومت د سولې دعالي شورا غوښتنو ته په اشارې وویل چې هغوی د ۲۰۰۴ کال د اساسي قانون تطبیق، د جمهوري ریاست دوام او په قدرت کې مشارکت غوښتل چې په خبره یې دا «عملي» نه وو.

نوموړي همدغه راز وویل چې طالبان هم یوه خوله نه وو او یوې ډلې یې په قطر کې خبرې کولې خو تصمیم نیوونکې ډله یې په کوټه کې وه.

هغه وویل: «په طالبانو کې یوه ډله افراد وو چې له موږ سره په قطر کې خبرې کولې او بله ډله یې په کوټه کې ناسته وه چې پرېکړه وکړي ایا په مذاکراتو کې د حل جدي لارې ولټول شي که نه. د کوټې ډله بریالۍ شوه او د زور له لارې یې واک ترلاسه کول غوره او عملي کړل.»

له ښاغلي ویست څخه وپوښتل شول چې ایا طالبان په خپلو کې سره وېشلي دي که نه، هغه تائید کړ چې د طالبانو په منځ کې د نظرونو اختلاف شته. نوموړي دا خبره ټیک یوه ورځ له هغې وروسته وکړه چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د ګرځندوي نمانځلو په ورځ په افغانستان کې د علم ترلاسه کول «فرض» وبلل او په همدې غونډې کې یې د دغې ډلې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي د علم ترلاسه کول «مباح» وبلل.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړل، امریکا په دغې ډلې باندې لګول شوي بندیزونه لېرې کړي نه دي او د افغانستان اووه میلیارد ډالر شتمنۍ یې هم کنګل کړې چې طالبان یې ترلاسه نکړې، خو بیا یې هم له دغې ډلې سره دپلوماتیک تماسونه روان ساتلي دي.

ښاغلي ویست په خپلو خبرو کې له طالبانو سره په تعامل کولو او افغانستان سره په مرستو ټېنګار وکړ. نوموړي زیاته کړه چې متحدو ایالتونو د ۲۰۲۱ د اګست د میاشتې له ۱۵ راهېسې له افغانستان سره ۱۰۱ میلیارد ډالر بشري مرسته کړې ده.

خو نوموړي ټېنګار وکړ چې له افغانستان سره اوسنۍ بشري مرستې دوامداره نه دي او ګرانې پریوځي او باید د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره یو سیستم جوړ شي.

XS
SM
MD
LG