د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د طالبانو د عالمانو شورا مشر: د نجونو ښوونځي به ژر پرانیستل شي


په افغانستان کې د نجونو یو ښوونځی
په افغانستان کې د نجونو یو ښوونځی

په کابل ولایت کې د طالبانو د «عالمانو د شورا مشر» فقیر الله فایق وايي چې «ډېر ژر به د نجونو ښوونځي» پرانیستل شي.

ښاغلي فایق امریکا غږ سره په مرکې کې ادعا وکړه چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د «نجونو د مکاتبو د شروع کېدو مخالف» نه دی.

نوموړی وايي چې د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو «یوازینی علت دا دی چې باید د نجونو ځایونه جلا» وي. نوموړی داسې مهال دا خبره کوي چې په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې د نجونو ښوونځي له هلکانو جلا وو او ښوونکې او اداري ‌کارکوونکي یې هم تر ډېره ښځې وې.

هغه وویل: «زموږ ټول وزیران او ټول مشران په دې قایل دي ‌چې ان شاءالله نن دی که سبا دی دا [د نجونو ښوونځي] به شروع کېږي، خامخا به کېږي.» نوموړي‌ په مشخص ډول ونه ویل چې څومره ژر به دا کار کېږي.

ښاغلي فایق دا ادعا هم وکړه چې په کابل کې د طالبانو « د دیني‌ عالمانو» په غونډې کې د طالبانو مشر ته دا سپارښتنه وشوه چې د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي. نوموړي ونه ویل چې ملا هبت الله اخندزاده د غونډې د ګډونوالو وړاندیزونو ته څه ځواب ورکړی دی که نه. خو په خپله مولوي‌ هبت الله دغې غونډې ته په خبرو کې د نجونو د تعلیم په اړه هېڅ ونه ویل.

د طالبانو د کابل ولایت د شورا دغه مشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د دوی د حکومت د پوهنې وزارت وايي د خپلو مشرانو په امر یې تر «امرثاني پورې» د نجونو ښوونځي تړلي دي اوعلت یې هم واضح کړی نه دی.

تر دې مخکې ځینو نورو طالب چارواکو بیا دا خبره کړې وه چې د اقتصادي‌ ستونزو له کبله د «نجونو ښوونځي تړل» شوي‌ دي. د نجونو د تعلیم د ځینو فعالانو په وینا داسې ښکاري چې طالبان د «نجونو د تعلیم په برخه کې یوه مشخصه تګلاره» نلري.

څه موده مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په کابل کې په یوې غونډې کې په طالب مشرتابه انتقاد وکړ چې نجونو ته د تعلیم حق نه ورکوي.

نړیواله ټولنه په طالبانو فشار راوړی چې د نجونو ښوونځي پرانیزي او د نجونو د تعلیم فعالانو هم په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې په دې اړه مظاهرې کړې دي.

نړیواله ټولنه وايي چې طالب مشرانو ورسره ژمنه کړې وه چې د نجونو تعلیم ته به اجازه ورکوي خو وايي‌ چې په خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی.

څو میاشتې مخکې د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي تامس ویست له همدې کبله له طالب مشرانو سره خپل ځينې ملاقاتونه لغوه کړل.

را روانه میاشت د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره کېږي، خو لا هم دوی د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو په اړه کوم مشخص پلان نه دی وړاندې کړی. طالبانو، له طبي برخې پرته، په نورو برخو کې ښځو ته د کار، ‌ټولنیز،‌ اقتصادي او سیاسي مشارکت اجازه نه ده ورکړې او ځینې کلک بندیزونه یې هم پرې لګولي دي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د رسمي پېژندنې لپاره د نورو شرایطو تر څنګ، یو شرط دا هم اېښی دی چې باید د نجونو تعلیم او د ښځو او اقلیتونو حقوقو ته درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG