د لاس رسي وړ اتصالات

وست: امریکا له طالبانو سره دخبرو بلې مرحلې ته چمتووالی نیسي 


د طالبانو مشران
د طالبانو مشران

د افغانستان د مصالحې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي تامس وست ویلي دي چې د امریکا متحده ایالتونه په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو بلې مرحلې ته چمتووالی نیسي، خو تاریخ یې مشخص نکړ.

ښاغلی وست د زلمي خلیلزاد په ځای د امریکا لپاره د افغانستان د بیا پخلاینې ځانګړی استازی ټاکل شوی.‌ هغه اوس په ناټو کې د خپلو متحدینو او د سیمې د هېوادونو سره د خبرو لپاره اروپا ته تللی دی.

دغه امریکایي دپلومات د دوشنبې په ورځ نومبر ۸ (لړم۱۷) له خبریالانو سره په تیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د داعش د بریدونو په زیاتوالي او د القاعده په موجودیت ژوره اندېښنه وښوده.

نوموړي په افغانستان کې د القاعده د موجودیت په اړه وویل: «واشنګټن د داعش د بریدونو په زیاتوالي اندېښمن دی او له طالبانو غواړي چې د هغوی سره په مبارزې کې کامیاب وي.‌ د نورو ډلو په اړه، تاسو ګورئ چې القاعده لا هم هلته [افغانستان کې] حضور لري چې موږ له دې پلوه اندېښمن یو.»

د ناټو له چارواکو سره له خبرو وروسته به ښاغلی وست پاکستان او هند ته سفرونه کوي.

ټاکل شوې چې هند د را روانې چهارشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه یوه غونډه را وبولي چې د پاکستان،‌ روسیې، چین، ایران او تاجیکستان د ملي امنیت د مشاوران وربلل شوي، خو پاکستان وايي چې ګډون نکوي.

ښاغلي وست د هند د کنفرانس په اړه د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې وویل چې هند ته ځي، خو په دې کنفرانس کې ګډون نکوي.

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل. له هغه وروسته په افغانستان کې یو شمېر خونړي بریدونه شوي دي چې مسئولیت یې د داعش-خراسان ډلې منلی دی.

په دغو بریدونو کې د کابل د هوايي ډګر مخې ته ځانمرګی برید تر ټولو خونړی و چې لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکایي عسکر په کې ووژل شول.

داعش همدغه راز په کندز او کندهار کې د شیعه ګانو په جوماتونو باندې د ځانمرګو بریدونو مسئولیت هم ومانه چې لسګونه کسان په کې ووژل شول او ژوبل شول.‌

امریکایي چارواکي په دې باور دي چې د داعش ډله ښایي د شپږو میاشتو او یو کال ترمنځ موده کې له افغانستان څخه د باندې د بریدونو د ترسره کولو جوګه شي او د القاعده ډله ممکن په دوو کالونو کې د دغه کار جوګه شي.

د افغانستان د بیا پخلاینې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي وویل چې امریکا په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستلو په اړه جدي فکر نلري. هغه وویل تر دې مخکې امریکا غواړي د طالبانو د «مسئولانه عمل» شاهد واوسي.

XS
SM
MD
LG