د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د دوحې مذاکراتو کې له امریکايي چارواکو سره د خبرو په دوام توافق وشو


تامس ویست او امیر خان متقي
تامس ویست او امیر خان متقي

د قطر په مرکز دوحه کې د امریکا د متحدو ایالتونو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د استازو ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې خلاصې شوې. دا په تېرو دریو میاشتو کې د دواړو خواو ترمنځ لومړی مخامخ ملاقات و.

طالبان وایي‌ چې د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي تامس ویست د امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره خبرې کړي دي. امریکا شاوخوا درې میاشتې مخکې له طالبانو سره تر هغه وروسته مخامخ خبرې وځنډولې چې تر شپږم ټولګي ورپورته یې «تر امر ثاني پورې» د نجونو د ښوونځیو د بیا تړلو پرېکړه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې په ورځ جون ۳۰ (چنګاښ نهمه) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په دغو خبرو کې په ښاغلي ویسټ سربېره «د سپنې ماڼۍ، خزانې وزارتUSAID او یو شمیر نورو ادارو لوړ پوړي استازي» هم شامل وو چې « پر ګڼو مهمو سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو» یې خبرې وکړې.

ښاغلي بلخي لیکلي دي: «محترم متقي صاحب د امریکا له وروستۍ ۵۵ میلونه بشري مرستې چې له زلزله ځپلو سره یې اعلان کړې مننه وکړه او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي او پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لیري کړل شي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوې ورځې مخکې د افغانستان له زلزلې ځپلیو سره د ۵۵ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه.

وزارت په یوې اعلامیې کې وویل چې امریکا به «د متحدو ایالتونو د نړیوالې پراختیايي ادارې له لارې نژدې ۵۵ میلیون ډالر اضافي بشري مرستې وکړي چې په بیړني ډول په طبعي پېښې کې ډېرو ځپلو شویو ته ورسېږي. په دې سره په تېر کال کې [افغانستان سره] د امریکا بشري مرستې څه باندې ۷۷۴ میلیون ډالرو ته رسېږي.»

ملګري ملتونه وايي په دغې زلزلې کې څه باندې ۱۱۰۰ کسان مړه شوي، سلګونه نور ژوبل دي‌ او ګڼې ودانۍ هم نسکورې شوي دي.

د امریکا حکومت د تېرکال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته د هغه هېواد شاوخوا اووه میلیاد ډالر شتمنۍ ګنګل کړې او وايي نغواړي‌ چې دا پېسې د «ترهګرو لاس» ته ولوېږي.

د سه شنبې په ورځ جون ۲۸ (چنګاښ اوومه) واشنګټن پوست د دریو امریکايي‌ مقاماتو، چې نومونه یې اخیستل شوي نه دي، په حواله راپور خپور کړ چې د امریکا حکومت د طالبانو له مشرتابه سره په داسې یوې طرحې کار کوي چې له مخې یې افغانستان خپلو کنګل شویو پیسو ته لاسرسی پیدا کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جن پییر د شنبې په ورځ وویل چې جمهور رئیس جو بایډن څو میاشتې مخکې د یو اجرایوي فرمان په لاسلیک کولو سره، د دغو پیسو د ساتلو او د افغانانو په ګټه یې د کارولو په اړه مهم ګامونه پورته کړي دي.

هغه ویلي‌ وو: «موږ په عاجله توګه د دې پیسو اړوندو پیچلو پوښتونو باندې کار کوو چې یقیني شي دا "پیسې" د طالبانو نه بلکې د افغانستان د ولس په ګټه ولګول شي.»

طالبانو، یو شمېر افغانانو، پاکستان، چین او روسیې په وار وار د افغانستان د دغې شتمنۍ د پرېښودو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د ویاند په اعلامیې کې همدغه راز راغلي‌ دي چې په دغې غونډې کې «د مخدره موادو د مخنیوي، بدیل معیشت، او معتادینو د درملنې په تړاو هم مثبتې او مفصلې خبرې» او په راتلونکي کې د دا ډول خبرو په دوام ټېنګار وشو.

تر دې دمه په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د دغو خبرو په اړه امریکایي مقاماتو څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG