د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: طالبانو هرات کې اووه ملکیان وژلي


طالبانو د دې بېښې به اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
طالبانو د دې بېښې به اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د هرات ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې ۷ ملکیان وژلي او ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د هرات د والي ویاند فرهاد جیلاني نن شنبه (د کب ۱۷) امریکا غږ ته وویل چې دغه کسان تېره شپه د طالبانو په حملې کې د دغې ولسوالۍ په خواجه نور سیمه کې مړه او ژوبل شوي دي.

ښاغلي فرهاد وویل چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

هغه زیاته کړه چې د دغې پېښې یو شمېر ټپیان د درملنې لپاره د رباط سنګي ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هرات ولایت ویاند دغه برید د طالبانو یو "جنایت" وباله او وې ویل چې د پېښې په اړه د دوی څېړنې پیل شوي دي.

له بلې خوا د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې په دغه برید کې طالبانو د یوه ښوونکي په شمول یو شمېر دولتي کارکوونکي له کورونو راویستلي او په ډزو یې ویشتلي دي.

د هرات چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي چې یاد کسان ولې د طالبانو لخوا وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG