د لاس رسي وړ اتصالات

د وسله وال پوځ ویاند: ۲۶ ولسوالۍ له طالبانو څخه بېرته نیول شوې


افغان ځواکونه سرخ پارسا ولسوالۍ کې
افغان ځواکونه سرخ پارسا ولسوالۍ کې

د افغانستان د وسله وال پوځ ویاند وايي افغان ځواکونو تر دا مهاله ۲۴ ولسوالۍ بېرته له طالبانو څخه نیولي دي.

جنرال عمر شینواري نن یکشنبه جولاۍ ۱۸ (چنګاښ ۲۷) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ځينو ولسوالیو په مرکزونو کې د طالبانو حضور لنډ مهاله دی او زیاته یې کړه چې پاتې ولسوالۍ به هم له طالبانو څخه ونیول شي.

نوموړي وویل: "یو شمېر زیاتې ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي، شمېر یې شاوخوا ۲۴ ولسوالۍ دي چې مرکزونه یې افغان ځواکونو نیولي دي."

هغه زیاته کړه چې د ولسوالۍ ودانۍ یوازې ټوله ولسوالي نه ده، بلکې ټوله اراضي ولسوالي کې شمېرل کیږي.

د افغان ځواکونو لخوا په پروان ولایت کې د سرخ پارسا ولسوالي نیول کېدل

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د پروان ولایت سرخ پارسا ولسوالي بېرته له وسله والو طالبانو څخه ونیوله.

دفاع وزارت نن یکشنبه جولای ۱۸ (چنګاش ۲۷) ویلي چې یاده ولسوالي د ولسي پاڅون کوونکو په ملاتړ نن له وسله والو طالبانو څخه پاکه شوه.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "یاده ولسوالۍ د ترهګرو له شتون څخه پاکه شوې او کنټرول يې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په ولکه کې دی."

دفاع وزارت وايي چې د سرخ پارسا ولسوالۍ د بېرته نیولو په مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او یو شمېر وسلې یې هم د افغان ځواکونو لاسته لوېدلي دي.

په بیان کې راغلي چې د دغه ولسوالۍ په لېري پرتو سیمو کې هم د طالبانو په ضد تصفیوي عملیات روان دي.

د پروان والي فضل الدین عیار هم نن یکشنبه له طالبانو د سرخ پارسا ولسوالۍ د نیول کېدو په اړه رسنیو ته ویلي: "نن ورځ سرخ پارسا ولسوالۍ د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو او مبارزې په پایلو کې ازاده شول،یو نېک ګام دی،دښمن شړل شوی دی."

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان دفاع وزارت تیره ورځ د وسله والو طالبانو څخه د پروان ولایت د «شیخ علي» ولسوالۍ د نیولو خبر هم ورکړو.

XS
SM
MD
LG