د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه رسنیو ته په یو استولي رسمي مکتوب کې د رسنیو له خوا د ځینو مواردو په رعایتولو باندې ټینګار کړی دی.
د ملي هویت ساتل، د "پردیو اصطلاحاتو" له کارولو ډډه کول او د پنځه وخته اذانونو خپرول په دغو مواردو کې شامل دي چې په دې مکتوب کې یې یادونه شوې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۱۸(مرغومې۲۸) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې مکتوب د رسنیو په خپرونو کې د افغانستان د ملي او رسمي ژبو په بقا او ساتنې یادونه هم شوې ده.
دغه مرکز د ښاغلي خیرخواه له خوا د استول شوي مکتوب څخه په نقل ویلي دي: " د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بقا، دوام، بډاینې، پرمختګ او د ملي او رسمي ژبو [فارسي/دري، پښتو] د ساتلو لپاره هیله ده چې په هیواد کې ټولې رسنيۍ په خپلو خپرونو، مرکو، خبرونو، تبصرو او لیکونو کې د نورو ژبو د اصلاحاتو او کلیمو څخه ډډه وکړي او د خپلو ملي او رسمي ژبو لارښود په پام کې ونیسي ترڅو د هیواد ژبې د پریو ژبو د تداخل، تاثیر او نفوذ څخه خوندي پاتې شي".
خو په دغه مکتوب کې دې ته هیڅ اشاره نه ده شوې چې رسنیو د پردیو ژبو له کومو د اصلاحاتو او کلیمو څخه کار اخیستی دی، چې اوس د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست یې د نه کارولو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او دغې ډلې د استخباراتو ریاست د ځینو رسنیو مسوولین د افغانستان د ملي ژبو د کارولو د څرنګوالي لپاره غوښتي وو او پرې فشار یې اچولی وو.
ښاغلي خیرخواه ددغه مکتوب په اړه د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي: "مونږ د محدودیتونو د پلي کولو په اړه چې کولی شي د محتوا د تولید او د مخاطبانو سره د رسنیو د ځواکمنیدو مخه ونیسي او یا د خبریالانو له خوا د خپرونو او یا په ازاد او دقیق ډول د راپور د تولید په برخه کې محدودیت رامنځ ته کړي خبرداری ورکوو".
دغه مرکز ټینګار کړی چې د ملي او رسمي ژبو د کارولو په برخه کې د رسنیو ازادي ډیره زیاته مهمه ده او په دې برخه کې هرډول فشار د رسنیو د قانون په خلاف دی او د رسنیو په کار کې به لاس وهنه اوسي.
دا نوې لارښونې په داسې حال کې مطرح شوي چې د افغانستان د رسنیو قانون د حقیقي یا حکمي اشخاصو له خوا د رسنیو د تحریم، سانسور، یا د خپرونو او معلوماتو محدودیت منع کړی دی.
همداشان ښاغلي خیرخواه په دغه مکتوب کې د رسنیو د قانون د ۲۰ او ۲۵ مادې په پلي کیدو ټینګار کړی دي. په شلمه ماده کې ویل شوي:"خصوصي راډیوګانې او تلویزیونونه مکلف دي چې په خپلو پروګرامونو کې د اسلام د مقدس دین لارښوونې، ملي، معنوي او اخلاقي ارزښتونه او د افغانستان د ملت روحي امنیت رعایت کړي".
د افغانستان د رسنیو قانون ۲۵ مادې د الکټرونیکي رسنیو خاوندان دې ته مکلف کړي چې په خپلو خپرونو کې دیني او اخلاقي مسایل، روغتیا، چاپیریال، د پوهنې اهمیت او د نشه يي توکو او مسکراتو د کښت، تولید او مصرف د ضررونو په اړه معلوماتو ته ځای ورکړي.
همداشان د همدې مادې په دوییم بند کې د رسنیو له لارې د پنځه وخته اذان د خپرولو او دیني ورځو او د روژې د میاشتې رعایتولو باندې ټینګار شوی دی.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې رسنیو باندې فشارونه زیات شوي چې له امله د رسنیو محتوا ته یې هم زیان رسولی دی.
د انټرنیوز په نوم د رسنیو د ملاتړ یوې ادارې په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې په دغه هیواد کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته پر رسنیو د خلکو باور کم شوی دی.
دا راپور چې د جنورۍ دوییم (مرغومې ۱۲) خپور شوی په کې ویل شوي چې پر افغانستان باندې د طالبانو واکمني د خلکو پر شخصي ازادیو، رسنیو او معلوماتو ته د لاس رسي په برخوکې د عمده محدودیتونو سبب شوې ده.
په دې راپور کې ویل شوي، چې پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ په څو لومړیو میاشتو کې نږدې نیمايي رسنۍ وتړل شوې چې ورسره د خبریالانو د ګمارنې او په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو د ګمارلو بهیر یې خورا زیات اغیزمن کړی دی.
د انټرنیوز د ادارې د راپور له مخې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره سم افغانانو د نه ډاډ او ویرې له امله هغه څه چې کولای شي ووايي، په ټولنیزو رسنیو او په ورځینو چارو کې د خپلو ځانونو سانسورولو ته مخه وکړه چې دا بهیر لا هم دوام لري.
انټرنیوز ویلي: "هغسې چې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته تلویزیوني او راډیويي چینلونه ددغې ډلې له خوا تړل شوي او یا بدل شوي، د خلکو د معلوماتو ترلاسه کولو منابع هم بدلې شوي دي".
فورم \ دبحث خونه