د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ته د طالبانو خبرداری: افغانستان بې خاونده ندی


د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د جنورۍ په لومړۍ نېټه (مرغومي ۱۱) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې افغانستان «بې خاونده نه دی» او د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ته چمتو دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله له ایکسپریس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې که هیواد یې د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو له خوا وګواښل شي، اسلام اباد قانوني واک لري چې په افغانستان کې دننه د یاغیانو د پټیدو ځایونو پر ضد اقدام وکړي.


ثنا الله د دې پوښتنې په ځواب کې چې که افغان طالبان په افغانستان کې دننه د پاکستاني طالبانو د پټیدو خوندي ځایونو پر ضد اقدام ونه کړي، ایا اسلام اباد به په افغانستان کې دننه د دغې ډلې پر ضد اقدام وکړي، وویل چې ددې ډول ستونزې د رامنځته کیدو په صورت کې "موږ لومړی د افغانستان د مسلمان او ورور ملت څخه غواړو جې دغه پټنځایونه له منځه یوسي او کسان یې مونږ ته راوسپاري" لخو که دغه ډول اقدام ونه شي پاکستان به اقدام وکړي.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر دغه څرګندونې "پاروونکي او بې اساسه" بللي او ویلي یې دي چې دا ډول څرګندونې د "دواړو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنوي. "


د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې شواهد ښيي چې په پاکستان کې دننه د پاکستاني طالبانو مرکزونه شته.

د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزارت که څه هم د تفاهم له لارې د ستونزو د حل غوښتنه کړې، خو د خبرداري په شکل یې ویلي چې "افغانستان بې خاونده نه دی او موږ د تل په څېر د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو یو او له خپل ګران هېواد څخه د دفاع لپاره د هر چا څخه مونږ ښه تجربه لرو."

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي په افغانستان کې دننه د بریدونو د پیلولو خبره کوي. تر دې وړاندې د پاکستان پوځ په افغانستان کې دننه څو ځله بریدونه کړي دي.


د جمهوري ریاست له سقوط مخکې هم پاکستاني ځواکونو د افغانستان پر سرحدي ولایتونو د توپونو بریدونه کړي وو، چې څو ځلې د دواړو هیوادونو د ځواکونو ترمنځ د نښتو سبب شوي دي، خو د روان لمریز کال په لومړیو کې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا ځلي واکمن کیدو وروسته اسلام آباد د خوست او کونړ ولایتونو په ځنو برخو هوایي او راکټي بریدونه وکړل چې پکې لسګونه افغان ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښتله.

له دغو بریدونو یوه اونۍ وروسته، د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد وویل چې د "ملي ګټو" په خاطر بریدونه زغملي دي. مجاهد خبرداری ورکړ چې د دا ډول بریدونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

تر دې وړاندې رانا ثناءالله ویلي و چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې شاوخوا اووه او یا لس زره پاکستاني طالبان موجود دي او د افغان طالبانو له خوا یې ملاتړ کیږي.

XS
SM
MD
LG