د لاس رسي وړ اتصالات

رانا ثناالله: تحریک طالبان پاکستان ډله د اوو او لس زرو ترمنځ وسله وال لري


PAKISTAN-POLITICS-ARRESTS
PAKISTAN-POLITICS-ARRESTS

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د تحریک طالبان پاکستان د ډلې د غړو د شمیر په اړه په یوه مرکه کې ویلي چې د دغې وسله والې ډلې د غړو شمیر د اوو او لس زرو ترمنځ دی، چې د هغوی د کورنیو ۲۵ زره غړي هم ورسره اوسیږي.

د امریکاغږ ډیوه راپور له مخې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر رانا ثناالله د دغه هیواد د ډان تلویزیون سره د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۷ ( مرغومی شپږم) په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته د رسیدلو وروسته د تحریک طالبان پاکستان ډله نوره هم پیاوړې شوې ده.

د راپور له مخې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته پاکستان کې ځینو سیاسي ډلو په افغانستان کې د جمهوریت رژیم په ړنګیدو خوښيي ښودلې وه او د طالبانو بریا یې نمانځلی وه.

خو د امریکا غږ ډیوه د راپور له مخې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پیښې زیاتې شوي دي، چې د اکثرو دغو پیښو مسولیت د تحریک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په خپله دغه تلویزیوني مرکه کې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د ترهګریزو پیښو زیاتیدو مسولیت ددغه ایالت په ایالتي حکومت واچوه او ویې ویل "د دې ترټولو ستر علت د خیبر پښتونخوا حکومت او د ترهګرۍ د مخنیوي د ادارې ناکامي ده ځکه، چې د دې مخنیوی د دوي مسولیت و".

د پاکستان د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت مشري د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د ګوند کوي، چې د مرکزي حکومت سره ښې اړیکې نلري.

رانا ثناالله وویل، چې پاکستان دخپلو سرحدونو د ساتنې لپاره خپل پوځ لري او که چیرې ایالتي حکومت د روان ناسم وضعیت څخه د وتلو توان نه لري نو کولی شي، چې مرکزي حکومت څخه د مرستې غوښتنه وکړي.

په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په یو شمیرنورو سیمو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو ترڅنګ تېره اونۍ په بنو کې د ترهګرۍ د مخنیوي ادارې په مرکز کې ترهګرو څو امنیتي چارواکي یرغمال کړي و، چې د خلاصون لپاره یې عملیات ترسره شو. پدغو عملیاتو کې یو شمیر امنیتي پاکستاني امنیتي منسوبین هم وژل شوي وو. همداشان د پاکستان پوځ په دې نښتو کې د ۲۵ ترهګرو د وژلو ادعا هم کړې وه.

د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند سیف ددغې پېښې په اړه امریکا غږ ډیوه ته ویلي وو، چې د بنو په څېر د پېښومسولیت د مرکزي حکومت په غاړه دی.

د څېړنيزو ادارو د رپورټونو له مخې تېر ۲۰۲۱ اګست کې په افغانستان واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د پاکستان په خېبر پښتونخوا، پخوانیو قبایلي سیمو او بلوچستان کې په ترهګریزو بریدونو کې نږدې ۵۱ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله څه موده وړاندې ویلي وو، چې په تېر يو کال کې په دغه هیواد کې د ترهګرۍ درې سوه پیښې امنیتي ادارو ثبت کړي دي.

د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان د حکومت ترمنځ د سولې موافقه چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په منځګړیتوب شوې وه د تیر نومبر د میاشتې په وروستیو کې پای ته ورسید او تحریک طالبان پاکستان پر پاکستاني امنیتي ځواکونو خپل بریدونه بیرته پیل کړل.

XS
SM
MD
LG