د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د سرحدي نښتو په اړوند د طالبانو لوړپوړی دپلومات احضار کړی


پاکستان د جمعې په ورځ دسمبر په ۱۶مه(لیندۍ ۲۵) د طالبانو یو جګپوړی استازی د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرله پسې سرحدي نښتو په اړوند احضار کړ؛ هغه نښتې چې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او تر لسو زیات ټپیان شوي دي.

د دغو دوو ګاونډیو ترمنځ سرحدي شخړې وروسته له هغه زیاتې شوې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول. پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې مېشتې افراطي ډلې د پاکستان په خاوره کې دننه بریدونه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې "په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت شارزدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی دی". په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت "بې دلیله" سرحدي نښتې سختې غندلي دي چې ځاني او مالي زيانونه يې اړولي.

د دې اعلامیې له مخې، د ملکي وګړو ساتنه د دواړو اړخونو مسولیت دی او د راتلونکو بریدونو مخه باید ونیول شي.

د دې اعلامیې په دوام کې راغلي چې "پاکستان لا هم له افغانستان سره د ورورګلوۍ اړیکو ساتلو ته ژمن دی. د دې هدف لپاره د پاکستان او افغانستان په پوله کې سوله اړینه ده."

یوه ورځ وړاندې د طالبانو د دفاع وزارت ویاند د سرحدي نښتو په تړاو ویلي وو: «له بده مرغه نن یو ځل بیا پاکستاني پوځیانو په سپین بولدک توغندي وتوغول او د جګړې د رامنځته کیدو لامل شول. اسلامي امارت هڅه کوي چې د ستونزې د حل لپاره معقوله لاره ومومي. منفي کړنې او د جګړې لپاره بهانې جوړول د هېڅ لوري په ګټه نه دي."

د امریکا غږ ډیوې رادیو د خبر له مخې، دواړو خواوو پر یو بل سپکې او درنې وسلې کارولي، چې د عیني شاهدانو په وینا د پولې دواړو غاړو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، فرانس پرس اژانس ته ویلي چې، نښته د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه پیل شوه چې طالبانو په پوله د اغزن تار یوه برخه پرې کړه.

په همدې حال کې په کندهار ولايت کې د طالبانو یو وياند ویلي چې په دې جګړه کې يو طالب وژل شوى او د دريو ملکي وګړو په ګډون لس تنه نور ټپيان شوي دي. خو دغه طالب وياند د دې نښتې په اړه نور جزئيات ورنه کړل. د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې ته څېرمه لوړ پوړو چارواکو چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ویلي چې په دې نښتو کې یو تن وژل شوی او څوارلس نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان یوې سیمه ییزې رسنۍ خبر ورکړی، چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د دغه هېواد په پارلمان یا ملي اسامبله کې ویلي، چې کابل له پېښې وروسته «بښنه» غوښتې، خو د پنجشنبې په ورځ بیا پېښه رامنځ ته شوه.

د افغانستان له سپین بولدک او د پاکستان د چمن له پولو هره ورځ زرګونه کسان تېرېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد هم پکې شامل دی. پر دې سربېره هره ورځ افغان اتباع د درملنې او د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره پاکستان ته ځي.

تېره میاشت هم د افغان لورې یو وسله وال کس د پاکستان یو پوله ساتونکی په ډزو وواژه، چې په نتیجه کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله د یوې اونۍ لپاره تګ راتګ بند شوی و.

وروسته له هغه په کابل کې د پاکستان پر سفارت په انتحاري حمله کې د دغه سفارت یو ساتونکی ټپي شو. شهباز شریف دغه برید د خپل هېواد د سفیر د وژلو هڅه بللې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ د ډسمبر په پنځمه (لیندۍ ۱۴) د پاکستان د سفارت د برید په تړاو د یو کس د نیول کیدو په هکله په خپل ټویټر پاڼه خپور کړي پیغام کې ویلي و چې نیول شوی کس د یو بهرني هېواد تبعه او د داعش ډلې غړی دی.

XS
SM
MD
LG