د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د افغانستان، اوزبيکستان، قرغيزستان او چين ترمنځ اقتصادي دهلیز تړون تمدید شو


د افغانستان، اوزبيکستان، قرغيزستان او چين ترمنځ د څلور اړخيزه ريلي دهليز تړون ۲۰۲۲ کال کې د ددغو څلورو هيوادونو لخوا تشکيل شوی دی.
د افغانستان، اوزبيکستان، قرغيزستان او چين ترمنځ د څلور اړخيزه ريلي دهليز تړون ۲۰۲۲ کال کې د ددغو څلورو هيوادونو لخوا تشکيل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت د اوسپنې د کرښې مرستیال اوزبیکستان ته د سفر په ترڅ کې د افغانستان، اوزبيکستان، قرغيزستان او چين ترمنځ د څلور اړخيزه ريلي دهليز د تړون په لاسلیک کولو سره دا تړون د يو کال لپاره تمدید کړی دی.

ددغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د شنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۲۵ (سلواغې شپږم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان- چين ترمنځ ددغه ريلي دهليز له لارې په تېر ۲۰۲۴ کال کې ۴۲۰۰ کانټينرو پواسطه انتقالات ترسره شوي وو.

هغه ویلي: "ياد دهليز چې له چين-قرغيزستان-اوزبيکستان څخه په تېرېدو د حيرتان-مزارشريف اوسپنيزې کرښې سره وصل دی، په ۲۰۲۲ کال کې د يادو څلورو هيوادونو لخوا تشکيل شوی دی. ټاکل شوې ده، چې ددغه دهليز د تړون په غځېدو سره به له همدې لارې په ريلي انتقالاتو کې د پام وړ زياتوالی راشي".

ددې دمخه دغه وزارت د ډسمبر ۲۷ (مرغومې اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي وو، چې په لومړي ځل د چین د ۱۰۰۰ ټنو ترانزیټَي توکو د اورګاډي لومړنۍ جوپه د ایران له لارې د افغانستان د هرات ولایت د روزنک د اورګاډي تم ځای ته رسیدلې ده.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت د ویاند محمد اشرف حق شناس د معلوماتو پر اساس د ترانزیټي توکو بار دغه اورګاډي لومړی د چین څخه د ایران بندر عباس ته دا توکي رسولي وو، چې بیا له هغه ځایه د ایران د اوسينې د پټلۍ د شبکې له خوا افغانستان کې د هرات ولایت د روزنک د اورګاډي د پټلۍ تم ځای ته راوړل شوي دي.

هغه ویلي: "د ترانزیټي توکو په لومړۍ جوپه کې ۱۰۰۰ ټنه د اوسپنې کویل شامل دي د ایران د اوسپنې د پټلۍ له لارې د هرات ولایت د روزنک تم ځای ته رسیدلي دي". ددې جوپې دمخه د بلخ ولایت د حیرتان بندر له لارې هم د چین د اورګاډي یوه جوپه افغانستان ته رسیدلې وه.

ددې دمخه د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نومبر ۲۳ (لیندۍ درېیم) په یوه اعلامیه کې

د چین د ریل ګاډي د شبکې له لارې د افغانستان شمال کې د بلخ ولایت د حیرتانو بندر ته هم د چین د سوداګریزو توکو د لومړنۍ جوپې د رسیدلو خبر ورکړی وو.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، چې د چین دا سوداګریز توکي د قزاقستان او اوزبیکستان له لارې د افغانستان په شمال کې د حیرتانو بندر او وروسته د مزاشریف ښار ته رسېدلي دي.

په اعلامیه کې راغلي: "دغه محموله چې ټول ۵۵ کانټینره دي له چین هېواد څخه بارګیري شوي دي او د قزاقستان او ازبکستان هېوادونو له لارې نن غرمه... د هېواد په شمال کې د مزارشریف ښار ته راورسیده."

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په بلخ کې خبریالانو ته وویل: "د ریل ګاډي له لارې د چین د سوداګریزو توکو دا جوپه په ۲۲ ورځو کې افغانستان ته رسیدلې ده. هغه ویلي و، چې په دغه ریل ګاډي کې به د افغانستان سوداګریز توکي هم چین ته صادر شي."

افغانستان اوسمهال ۱۳۵ کیلو متره د اوسپنې پټلۍ لري چې د اوزبیکستان، ترکمنستان او ایران ترمنځ د توکو په انتقال کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.

افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ د غځولو او د سیمې او ګاونډیو هیوادونو د اوسپنې د شبکو سره د نښلولو کار د پخواني جمهوري رژیم په لومړی کلنو کې پیل شوی وو، چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغو هیوادونو د اوسپنې د پټلیو شبکو سره د نښلولو کار دوام موندلی دی.

د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ د پروژې په بشبړیدو سره به د افغانستان د هرات ولایت هوايي ډګر د ایران د اوسپنې د پټلۍ د شبکې سره و ِنښلول شي. اوس مهال ددغې پټلۍ د وروستۍ برخې د جوړولو کار روان دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG