د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د هرات–تورغونډۍ د اوسپنې د پټلۍ د غځولو سروې پیل شوه


افغانستان اوسمهال ۱۳۵ کیلو متره د اوسپنې پټلۍ لري چې د اوزبیکستان، ترکمنستان او ایران ترمنځ د توکو په انتقال کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.
افغانستان اوسمهال ۱۳۵ کیلو متره د اوسپنې پټلۍ لري چې د اوزبیکستان، ترکمنستان او ایران ترمنځ د توکو په انتقال کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت مرستیال بخت الرحمان شرافت ویلي چې یو جرمني شرکت د تورغوندۍ -هرات اوسپنې د پټلۍ د سروې او ډیزاین چاري پیل کړي دي.

د ټولګټو وزارت د اوسپنې د پټلۍ د چارو مرستیال بخت الرحمان شرافت د یکشنبې په ورځ جون دویمه (جوزا ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغې سروې د پیل په تړاو یوه لنډه ویډیو هم خپره کړې او ویلي دي چې دا پروژه د سیمه ییز اتصال په برخه کې یو بل قدم دی.

هغه ویلي: "يو بل قدم د سمييز اتصال په لور یوې جرمني کمپنۍ د تورغوندۍ -هرات اوسپنیزي کرښې د سروې او ډیزاین چاري پیل کړې".

د طالبانو حکومت تراوسه دا نه دي ویلي چې ددې پروژې د سروې او ډیزاین لپاره پیسې د کوم سازمان او یا هیواد له خوا ورکول کیږي او یا هم یې د طالبانو حکومت ورکوي.

د هرات د هوايي ډګر او تورغونډۍ ترمنځ د اوسپنې د پټلۍ د شاوخوا ۲۰۰ کیلو مترو ددغې پټلۍ د غځولو په تړاو د اوږدې مودې راهیسې خبرو دوام درلود او د پخواني جمهوري رژیم د چارواکو او د ترکمنستاني چارواکو ترمنځ هم په دې اړه خبرې شوې وې.

په ۱۳۹۵ لمریز کال کې نړیوال بانک د دغې پټلۍ د سروې او ډیزاین لپاره یو میلیون او ۶۰۰ زرو ډالره هم بیل کړي وو، خو دا پروژه هغه مهال بشبړه نشوه.

د اوسپنې پټلۍ دا پروژه به د هرات له هوايي ډګر څخه پيل او هرات ولایت د كشك كهنه، كشك رباط سنګي، ګلران، انجيل او ګذرې ولسواليو څخه په تیریدو د تورغونډۍ په بندر کې له تركمنستان سره وصل شي.

د طالبانو حکومت چارواکو په تیرو نږدې دریو کلنو کې ددغې پروژې او هم د ترکمنستان – اقینې د بندر ترمنځ د اوسپنې د پټلۍ د غځولو لپاره د ترکمنستاني چارواکو سره په کابل، هرات او عشق اباد کې څو ځلې خبرې کړي دي.

افغانستان اوس مهال د ترکمنستان سره د هرات د تورغونډۍ او د فاریاب ولایت د اندخوې ولسوالۍ د اقینې بندرونو له لارې د ترکمنستان د اوسپنې د پټلۍ د شبکې سره نښلیدلی دی.

افغانستان اوسمهال ۱۳۵ کیلو متره د اوسپنې پټلۍ لري چې د اوزبیکستان، ترکمنستان او ایران ترمنځ د توکو په انتقال کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.

د طالبانو حکومت ددغې سروې د پیل خبر په داسې حال کې ورکړی چې دغه حکومت د ګاما ګروپ روسي شرکت سره د خواف - هرات ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د غځولو د وروستۍ ۴۷ کیلومټره برخې د غځولو قرارداد د مارچ د میاشتې په وروستیو کې لاسلیک کړی دی. ددې پټلۍ د غځولو چارې څو ورځې دمخه پیل شوي دي.

د طالبانو حکومت وايي چې د هرات – خواف د پټلۍ د وروستۍ برخې د بشپړیدو وروسته به افغانستان د ۱۵۲ کیلومترو دغې پټلۍ پواسطه د ایران او ترکیې له لارې د اروپا د اوسپنې د پټلۍ له شبکې سره ونښلول شي.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت د اوسپنۍ د پټلۍ د چارو مرستیال ملا بخت الرحمان شرافت ویلي چې په اردن کې یې د اور ګاډي د نړیوال تنظیم (UIC) غونډې کې ګډون کړی دی.

په دې غونډه کې چې لا هم روانه ده د سیمي د اورګاډي سیسټمونو ډیجټایزېشن، الیکتریفکېشن، د خدمتونو یوشان چمتو کولو او د اوسپنې د پټلۍ له لاري انتقالاتو ګړندیوالي باندي خبرې کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG